دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 151535
ارګ: د ۴،۳ میلیارډ افغانیو په ارزښت د لسو بنسټیزو او خدمتي پروژو تړونونه منظور شول

ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکارتو کمیسیون د ۴،۳ میلیارډ افغانیانو په ارزښت د لسو بنسټیزو او خدمتي پروژو تړونونه منظور کړی دی.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په منظور شویو پروژو کې   د درې کیلو مترو په اوږدوالي له خاتم النبیین جومات څخه تر پل سوخته پورې د کابل سیند د پاکولو د پروژې قرارداد، د افغانستان برښنا شرکت اړوند جوزجان ولایت له مرکز څخه تر بغلان ولایت د پلخمري د الوان دښتې پورې د ۵۰۰kw انتقالي مزي د پروژې قرارداد، او د کلیو پراختیا وزارت اړوند د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ شرق کې د اته مترو په اوږدوالي وسپنې کانکرېټي پل په ګډون د ۱۷ کیلو متره اوږد سړک قیرول او جوړول.

د نورې پروژو تړونونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د خوست ولایت کې د اوبو رسونې شبکې د جوړولو د پروژې قرارداد په مشروط ډول منظورل، د پکتیا ولایت مرکز ګردېز او پکتیکا ولایت  خیرکوټ ولسوالۍ کې د ولایتي روغتونونو د فعالولو د پروژو قرارداد، د جمهوري ریاست دساتنې لوی ریاست لپاره د ۱۲ عراده موټرو د تدارک تړون، د لوړو زده کړو وزارت اړوند مرکز او تحصیلي ادارو لپاره د ۹ عراده بېلابېلو موټرو د اخیستلو قراردا، او د ملي دفاع وزارت اړوند د قول اردوګانو د اړتیا وړ د ۱۳۹۶ مالي کال د ۹ قلمه د حمام د لوازمو د تدارک قرارداد شامل دي.

ارګ ماڼی وایي، ملي تدارکاتو کمیسیون د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۶ قلمه البسوي انفرادي تجهیزاتو د برابر ولو او تدارک قرارداد، او شپږ ولایتونو ته له حیرتان بندر څخه د ۱۰۰ زره مټرک ټنه غنمو د لېږد د پروژې د مالیاتي لګښتونو د زیاتوالي د قرارداد تعدیل هم منظور کړی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmydytw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته