دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 146739
د ننګرهار ولایت ویاند عطاوالله خوکویانی ویلی، په یاد ولایت کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې ۹ امنیتی پولیس او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، دغه پېښې پرون د یاد ولایت په خوږیاڼو او لعلپورې ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال په دی اړه وایی، د خوږیاڼو ولسوالۍ د مېملې په سیمه کې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند د سیمه ییزه پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې.

هغوی وایی، چې په دغه چاودنه کې ۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچنیو وایی، چې په وژل شویو کسانو طالبانو کې بهرني جنګیالي هم شامل دي.

خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه ڼه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcfmvdy1w6djea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته