دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 137838
د واوری زیان لیدونکو ته اضطراری مرستی استول سوی دی
محمد قاسم حیدری د حوادثو سره د مبارزی اداری برنامو معین وویل: په آخیرو واوره اوریدنو کی د هیواد په مختلفو ولایاتو کی خلګ ډیر زیان لیدلی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په خبرګزاری سره، حیدری ټینګار وکړ: که څه هم د حوادثو سره دمبارزی اداره په ټولو حالاتو کی آمادګی لری ترڅو مرستی په صحیح وخت ورسوی، خو خلګ باید ورسره مرسته وکړی ځکه چی هغوی ښه پوهیږی چی حادثی په هر منطقه کی څنګه رامنځته کیږی چی دهغه په اساس مرسته وسی.
حیدری همدارنګه وویل: په حاضر حال کی مواصلاتی لاری د هغه جملی څخه حاجیګک کوتل او قوناغ خلاص سوی دی او اضطراری مرستی خلګو ته لیږدول سوی دی او ډیر لږ لاری هم مسدود پاته دی.
د هغه په وینا، د لارو دخلاصولو او بیرته د بندیدو څخه مخنیوی لپاره په راتلونکی کی فعال ټیمونه سته او ډیری پاکونی هم د فوائد عامه وزارت له خوا ترسره کیږی.
ښاغلی حیدری همدارنګه اضافه کړه: امکان لری چی په راتلونکی کی هم واوره کوچ په شان حادثی صورت ونیسی او یا هم سیلاب چی مرستی رسونی ته اړتیا لری.
خو د هغه په وینا، د حوادثو د صورت نیونی په حالت کی، والیان باید توجه ولری ځکه چی مسئولیت هغوی ته راجع کیږی چی د زیان لیدونکو د زیان میزان او همدارنګه د زیان لیدونکو شمیر دی اداری ته اطلاع ورکړی.
هغه همدارنګه وویل: تر اوسه ډیره بودجه د اړتیاوو او لارو دخلاصولو او غذایی توکو د رسولو لپاره په مصرف رسیدلی دی.
هغه همدارنګه وویل: توزیع سوی پیسی اضطراری وو په هر بخش کی چی ورته اړتیا لیدل کیده مصرف ته رسیدلی دی د مثال په ډول په هر ځای کی چی سرپناه ته ضرورت وی، سرپناه او که غذا ته اړتیا وی غذا ورته ویښل کیږی.
د هغه په وینا، د غور په ولایت او ځینو نورو کی، په آخیرو واورو اوریدنو کی د زیان لیدونکو لپاره د دری ورځو لپاره خواړه ویښل سوی دی.
ښاغلی حیدری همدارنګه اضافه کړ: د حوادثو سره په مبارزه کی باید خلګ، سکتوری نهادونه، محلی حکومتونه باید برخه ولری او موږ یواځی د یو بل په مرسته کولای سو مشکلات له منځه یوسو.
د هغه په وینا، په دی آخیرو کی شپږ ولایتونو ته مرستی رسیدلی دی چی هر ولایت ته دری میلیونه افغانی او په مجموعه کی ۱۸ میلیونه افغانی ته رسیږی.
د حوادثو سره د مبارزی اداری معین اضافه کړ: د حوادثو سره د مبارزی کمیته په هر حالت کی آمادګی لری چی د هیواد اړینو خلګو ته په هره برخه کی مرسته ورسوی او ټوله هڅی ددی لپاره دی چی نور حادثی رامنځته نه سی.
هغه همدارنګه اضافه کړ: د ځینو طبیعی حوادثو په اړه کولای سو اساسی کارونه ترسره کړو، خو دزلزلی او واوری کوچ ته کوم وړاندوینه نه کیږی.
د یادولو وړ دی چی په آخیرو واورو اوریدنو کی مرکزی ولایاتو او منطقی خلګ ډیر مالی او ځانی زیان لیدلی دی.
https://avapress.com/vdcfmedycw6dmca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته