دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 147738
بیلاروسي او افغان سوداګرو یو شمېر تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې د تاجکستان د نړیوال نندارتون په ترڅ کې د بیلاروسي او افغان سوداګرو تر منځ یو شمېر اقتصادي تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ  ته وویل چې افغانستان له بیلاروس سره د کرنیزو توکو او کیمیاوي کود په برخه کې ځیني تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

الکوزی وايي چې بیلاروس غواړي، د اقتصادي همکاريو د پیاوړتیا په خاطر په کابل او کابل غواړي چې په بیلاروس کې د کرنیزو توکو د خرڅلاو لپاره یو سوداګریز مرکز جوړ کړي.

د ښاغلي الکوزي په خبره چې له قزاقستان او روسیې سره هم د هوا له لارې د تازه مېوې د صادراتو په اړه خبرې وشوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmedycw6djea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته