په مرکز ومیدان وردګو ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه لس تنه وسله والو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د میدان وردګو امنیه قوماندانی په یوه بیان کې لیکلي، چې وسله والو طالبانو تیره ورځ د سید اباد ولسوالی په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز برید پیل کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نشتې په ترڅ کې لږ تر لږه اته وسله وال طالبان وژل شوي اوو شپږ نور ټپیان دي.
د امنیه قوماندانی په وینا، د نښتې په پایله کې یو میل راکټ انداز، د راکټ انداز دوه مرمې، او نورې پوځي وسایل د امنیتي ځواکونو په لاس ورغلي دي.
په همدې حال کې د میدان وردګو امنیه قوماندانی وایي، د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیس یوه سرتیري هم ټپي شوی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
میدان وردګو ولایت د افغانستان په مرکز کې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.