د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
حکومت د دغه برید په تړاو تر دې دمه بشپړ معلومات نه دي په ډاګه کړي؛ خو یو شمېر سرچینو نوې خبرې کړي دي.
د دې سرچینو د معلوماتو له مخې؛ پر روغتون برید لشکر طیبه کړی، چې د پاکستان په خاوره کې فعالیت لري.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د کاپیسا طالبانو د دې برید په تر سره کولو کې له لشکر طیبه سره مرسته کړې ده.
د سرچینو په وینا، په لومړي ګام کې د روغتون ۱۷ تنه کارکوونکي نیول شوي وه؛ خو اوس پېنځه شکمن، چې ویل کیږي داکتران او نرسان دي، حکومت نیولي؛ خو د دې پېښې د ځینو رازونو افشا کیدو د څېړنې بهیر ټکنی کړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د لومړي او دوه یم لاس ښکېلتیا نه ردوي؛ خو وایي، چې په دې اړه اوس هم څېړنې بشپړې شوې نه دي.
د مشرانو جرګې مرستیال فیصل سمیع وایي، د مشرانو جرګې یوه پلاوي هم د سردار محمد داوود خان پر روغتون برید څېړلی او د موندنو له مخې یې برید د روغتون جګپوړیو چارواکو تنظیم کړی و، چې تر اوسه نه دي نیول شوي او دا کسان د حکومتي چارواکو په ځانګړي توګه د امنیتي بنسټونو ملاتړ له ځان سره لري.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون رییس هاشم الکوزی وایي، د مشرانو جرګې په څېړنو کې د روغتون ټول جنرالان په ناغېړۍ تورن شوي او دا برید د استخباراتي نیمګړتیاو له کبله بولي.
مشرانو جرګه وایي، موندنې یې د حکومت د حقیقت موندنې د پلاوي له څېړنو سره ډېر توپیر لري. له همدې کبله د یکشنبې په ورځ د امنیتي بنسټونو چارواکي د ځواب ویلو لپاره مشرانو جرګې ته غوښتل کیږي. د حکومت د معلوماتو له مخې؛ پر روغتون د برید په ترڅ کې پنځوس تنه وژل شوي او نږدې سل نور ټپیان دي؛ خو ویل کیږي، چې تلفات له دې هم زیات دي. په وژل شویو کې زیاتره مسلکي داکتران هم شته.