دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 142733
دداعش ماته؛ باید اونه بایدونه
جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر وایی چی دداعش تروریستی ډله، خپل دوه پر دریمه برخه سرتیری په افغانستان کی دامریکایی ځواکونو او افغان ځواکونو سره په جنګ کی له لاسه ورکړی دی.
د جمهور خبرګزاری له مخی، جیمز متیس د امریکا دفاع وزیر او د دنمارک دفاع وزیر کلاوس فردریکسون د سه شنبه په ورځ په کپنهاګ کی سره ګوری او د داعش ماتی په اړه په افغانستان، عراق او سوریی کی خبری کوی.
دا دوه مقام په داسی حال کی سره ګوری چی د داعش ضد اصلی ائتلاف امریکایی غړۍ ددنمارک په مرکز سره یوځای سوی دی ترڅو ددی تروریستی ډلی په وړاندی مبارزی لپاره ددی ائتلاف نور ګامونه تر څیړنی لاندی ونیسی.
د امریکا دفاع وزیر وایی چی داعش او القاعده  په افغانستان کی د ماتی خوړلو په حال کی دی.
هغه په افغانستان کی ددی ډلی مشر وژنه لویه ضربه ددی ډلی لپاره وبلل او وویل: په افغانستان کی دشمن د دوو دریموپه شاوخوا خپل ځواکونه له لاسه ورکړی دی.
جیمز متیس ټینګار وکړ چی امریکا خپل نظامی او غیری نظامی مرستو ته په افغانستان کی ادامه ورکوی.
د جیمز متیس اظهارات په افغانستان کی د داعش ماتی په اړه، دامریکا نورو نظامی قوماندانانو او مقاماتو مشابه اظهاراتو په لړ کی صورت نیسی؛ هغه څه چی د څیړونکو په نظر، په ډیر احتمال سره، د ترامپ د نظر بدلون څخه  د تروریستی داعش ډلی په وړاندی په افغانستان او سیمه کی دی؛ هغه موضع بدلون چی ترامپ خپل کمپاینی انتخاباتی وعدو کی ورکړی دی او ویلی وو چی داعش، د هیلاری کلینتون او باراک اوباما سیاستونو زیږنده ده او هغه ددی تروریستی ډلی په وړاندی امریکا لید کی اساسی بدلون راوستلو سره، دا ډله به همیشه لپاره له منځه یوسی.
ترامپ په دی برخه کی حتی وعده ورکړی وو چی په سوریه کی دداعش ماتی لپاره به د روسیی سره همکاری وکړی؛ هغه څه چی ویل کیږی د هغه او د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ پر هغه باندی ټینګار سوی دی.
همدارنګه په اخیر کی ګزارشونه راغلل چی ترامپ د داعش سره مبارزی لپاره په سوریه کی به کرد مبارز ځواکونه به مسلح کړی؛ هغه موضع چی د ترکیی اعتراض د کردانو دشمن په حیث او د داعش ملګری په حیث، سره مخامخ سوی دی.
په دی حساب، آیا قرار دی چی هغه مبارزه چی د داعش په وړاندی په سوریه کی د روسیی او امریکا په همکاری سره ترسره کیږی په افغانستان کی به هم ترسره سی؟
پوهان وایی چی په دی برخه جدی شبهی شتون لری او تراوسه نه سو کولای چی د امریکا وعدوته د داعش ماتی لپاره په افغانستان کی د صحت په سترګه وګورو.
صاحب نظران په دی برخه کی، په افغانستان کی جاری وضعیت او سوریی باندی حاکم وضعیت مقایسی سره وایی چی په سوریه کی روسیه او امریکا دواړه داعش خپل مقصدونو په وړاندی یو خنډ په حیث ګوری؛ بالخصوص په داسی شرایطو کی چی نور تروریستی ډلی په سوریه کی همغه خدمت امریکا هژموتیک مقاصدو لپاره کوی چی مخکی داعش ترسره کوله. بنا پردی، هغوی ددی اړتیا نه وینی چی خپل ملاتړ ته د بین المللی بدنامه تروریستی ډلی سره ادامه ورکړی چی په راتلونکی کولای سی ځینی خطرات د هغوی مقاصدو لپاره هم رامنځته کړی.
دا په داسی حال کی دی چی په افغانستان کی، وضعیت د سوریی برعکس دی، په افغانستان کی امریکا او روسیه دداعش په بهانی سره د یو بل په وړاندی قرار لری. دا مقابله تردی ځایه رسیدلی دی چی روسیه غواړی د داعش ماتی او له منځه وړلو لپاره د طالبانو څخه ګټه واخلی او ملاتړ یی وکړی؛ یعنی د تروریزم څخه ګټه اخیستنه د تروریزم په وړاندی.
دا په داسی حال کی دی چی امریکا مخکی له دی چی د داعش ماتی او له منځه وړنی باندی مصممه وی، د څیړونکو له نظره، د روسیی نفوذ د مهار په لټه کی دی او په دی برخه کی  د هر وسیلی څخه چی وکولای سی ګټه اخلی.
ځینی څیړونکی هم د امریکا فرمان لاندی ځواکونو غیری حقیقتی مبارزی ته د داعش په وړاندی په افغانستان کی ټینګار کوی چی دا تروریستی ډله په افغانستان کی ځینی لوی قدرتونو لپاره، همدارنګه د تاریخ لګښت لری او تر څو چی ګټه یی تر تاوان ډیر وی، داعش به خپل ژوند ته په افغانستان کی ادامه ورکوی او شاید تر هغه هم لویه سی.
دی تحلیلونو ته په کتو سره، په افغانستان کی د داعش حقیقتی ماته، باید او نه بایدونو پوری اړه لری چی ټول قدرتونه د تروریزم په وړاندی مبارزی مدعیان په هغه باندی باید وفادار وی؛ خو په حاضر حال کی، دا غوښتنه، یو خیال څخه اضافه بل څه نه ده.
https://avapress.com/vdcfm0dymw6djea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته