دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 141040
لوګر: ۲ وسله وال په یوې مدرسې کې د ماین ځای پر ځای کولو پر مهال ووژل شول

د افغانستان په مرکز لوګر ولایت کې لږ تر لږه دوه تنه وسله وال هغه مهال ووژل شول کله چې دوی په یوې مدرسې کې د یوه ماین په ځای پر ځای کولو بوخت وو.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د افغانستان د ملي دفاع وزات په وینا، د لوګر ولایت د قلعه وزیر د سیمې په يوې مدرسې کې چې تر هګرو غوښتل یو ماین ځای پر ځاي کړی د همدغه ماین له چاودنې له امله ۲ تنه سړي وژونکي هلاک شوي دي.

دولتي چارواکي اکثرا طالبان او نور ولسواله ډلې په لويو لارو کې د ماينونو په ښخولو تورنوي او وایي په دغو بریدوو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما یوناما په خپل وروستي خپاره شوي راپور کې لیکلي، په تېر میلادي کال کې نېږدې یوولس نیم زره ملکي افغانانو ته تلفات اوښتي چې د ۲۰۱۵ کال په پرتله درې فیصده ډېروالی ښيي.

د یوناما په وینا، د حکومت مخالف عناصر، په ځانګړې توګه طالبان د نږدې دوه پردریمې برخې ملکي تلفاتو مسئولیت لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjydyxw6djxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته