دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 151445
د مخابراتو وزارت: پُستي خدمتونو د افغانستان عواید لوړ کړي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له دوه زره لومړي میلادي کال را وروسته، د پُست سکټور ته د حکومت د پاملرنې له امله په پستي چارو کې د پرمختګونو ترڅنګ، یاد سکټور د دولت عواید هم لوړ کړي دي.

دغه څرګندونې نن د افغانستان د مخابراتو وزارت له خوا د پُست د نړېوالې ورځې د لمانځغونډې په مراسمو کې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر شهزاد ګل اریوبي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پُست د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل، هڅې تېزې شوي چې د حکومت د جوړو شویو پلانونو له مخې، د هېواد پوستي سیسټم معیاري، خوندي او ګړنډی شي.

ښاغلي اریوبي زیاته کړه: "سږ کال افغان پُست تقریباً ۸۰۰ میلیونه افغانۍ عواید کړي او که د پست د خصوصی شرکتونو عواید هم ورسره جمع کړو، نور هم زیاتېږي، هڅه کوو چې خلکو ته ډاډمن او پرته له ستونزو خدمتونه وړاندې کړو، دغه شان هڅې کوو سیسټم یې ان لآین کړو چې خلک پُست ورکړي او وویني چې چېرته رسېدلی او باوري شي چې نه دی ورک شوی، دغو مسئلو ته مو ځانګری پام کړی دی."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، تېرکال دغه عواید ۴۵۰ میلیونه او دوه کاله مخکې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ وو.

په افغانستان کې د پُست لومړني خدمات د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ پرمهال پيل شول، هغه وخت دا خدمات په عنعنوي ډول په لږو امکاناتو او په ځنډ خلکو ته رسېدل، خو د وخت په تېرېدو سره یې پرمختګ وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو وویل، افغانستان د پُست د نړیوالې ټولنې په ۲۰۰ غړو کې شامل هېواد دی چې اوسمهال د یو شمېر نړیوالو پُستي شرکتونو سره اړیکي او معاملې لري او له هېواده بهر هم خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، سره له دې چې د افغانستان پُستي سکټور ته د دولت کم پام، نا امني او د معلوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ، د هېواد پر پُستي فعالیتونو ناوړه اغېز کړی، خو پست د ژوند په ورځنیو فعالیتونو کې مهم ځای لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjydytw6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته