دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 150743
د هیواد ځوانان د عاشورا په ورځ د هلمند او نورستان ټپی سرتیرو ته وینه ورکړه
د نوی خط سازمان مسئول وایی: هغه سرتیری چی په هلمند او نورستان ولایتونو کی د وطن لپاره ټپیان سوی وو، تشیع ځوانان نن د هغو سرتیرو لپاره وینه ورکړه.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د وینی راټولولو برنامه د محرم الحرام لسمی په مناسبت د ( زموږ وینه، زموږ سرتیرو ژغورل ) ترنامه لاندی د کابل زرنګار پارک کی رامنځته سوه.

فهیم صدیقی د نوی خط سازمان مسئول وویل: هغه وینه چی نن ددی ځوانانو څخه اخیستل کیږی ټولو امنیتی ځواکونو ته چی په افغانستان کی ورته اړتیا لری، استول کیږی.

ښاغلی صدیقی زیاته کړه: موږ تیرکال وتوانیدل چی د تسنن او تشیع ځوانانو څخه د امنیتی ځواکونو او نورو کسانو لپاره چی د وینی رانیولو توان نه لری، ۱۰۰ زره سی سی وینه راټوله کړه.

هغه زیاته کړه: نن مذهبی مسائل په خلګو کی لمن وهل کیږی، راسی چی ټوله هیڅته کړو او یو واحد او یو موټۍ افغانستان لپاره کار وکړو. شیعه او سنی دواړه سره وړونه دی، ددی اجازه مه ورکوی چی بیګانه موږ د یو بل څخه بیل کړی.

هغه اشاره وکړه: نن اهل تشیع او اهل تسنن ځوانان د خپلو سرتیرو ته وینه ورکولو لپاره دی سیمی ته راغلی دی.

احمد ولی هوتک افغان مشهور ورزش کار هم د ځوانانو په منځ کی راغلی وو او وینه یی ورکړه.

هغه وویل: امنیتی ځواکونه د خلګو او ددی خاوری لپاره د خپل وینی څخه تیریږی او نن موږ ته اړتیا سته چی هغه سرتیرو ته چی وینی ته اړتیا لری د عاشورا په احترام سره وینه ورکړو.

ښاغلی هوتک زیاته کړه: د افغان ځوانانو څخه غواړو چی قوم پرستی لیری پریږدی او انسان دوستی زده کړی او د هغوی څخه غواړو چی د حکومت څخه شکایت ونه کړی. راسی چی لاس په لاس ورکړو او خپله د هیواد آبادی لپاره کار وکړو.

https://avapress.com/vdcfjxdymw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته