دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 145848
ننګرهارکې پر يوه کور توغندي لګېدلی
ننګرهارچارواکی وایی، په دی ولایت کې پر يوه کور د توغندي لګېدو له امله يو کس وژل شوی او ۳ نورټپیان دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ننګرهارولایت د والی ویاند عطاالله خوګياڼی په دی اړه رسنیو ټه وایی، د یاد ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په سې پای سيمه کې پرون پريوه کور د توغندي مرمۍ لګېدی.
د یاد ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی زیاتیوی، د دی پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په سيمه کې دافغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته وه.
https://avapress.com/vdcfjtdycw6djca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته