د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت چارواکی زیاتیوی، وسله والو طالبانو پرون په شاجوی او ده چوپان ولسوالیو کې پر ځینو امنیتي پوستو ډلیز عملیات کړي دي.
د زابل ولایت والي بسم الله افغانمل په دی اړه رسنیو ټه وایی، چې یاد وسله والو له ۳۰ ورځي راهیسې د مرکز کلات د سقوط پلان درلود او پرون لس ګونو وسله والو طالبانو په یاد ځاینو عملیات پیل کړی دی.
هغوی ویلی، چې په یاد بریدونو کې ۲۰ ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د زابل والي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو په مرکز کلات هم مهاله شاوخوا ۴۰ توغندي ویشتلي، په مهال ۳۵ ملي او سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.