دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۲۱:۵۵
د مطلب کود : 123545
سید عیسی حسینی مزاری د منطقوی غونډه د تبیان مرکز په مشهد مقدس:

د افغانستان ولس یوازی د ولایت مداری په توسط کی کولای سی دا ستونزی شاته واړوی

د افغانستان ولس یوازی د ولایت مداری په توسط کی کولای سی دا ستونزی شاته واړوی
تاسو که غواړی یو سړی ښه و پیږنی د هغه سره وعده وکی، وګوری ایا د خلاف کارونه کوی او که یعه؟
تاسو که غواړی یو سړی ښه و پیږنی د هغه سره وعده وکی، وګوری ایا د خلاف کارونه کوی او که یعه؟
د افغانستان ولس یوازی د ولایت مداری په توسط کی کولای سی دا ستونزی شاته واړوی

استاذ حسینی مزاری د لومرنی منطقوی په اجلاس کی تبیان  فرهنګی او اجتماعی مرکز چی د مسوولین او مدیرانو په حضور کی په مشهد مقدس  وویل: افغانستان د نوی ستونزی او مختلفه مشکلاتونو سره مخامخ دی او د دغی مشکلاتو او ستونزی د خلاصیدو باید د ولایت مبارزی پر محور باندی باید حرکت وکو.

حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د تبیان عمومی مشر د ځینی فعالو اعضاوو او مسؤولینو په حضور باندی په مشهد مقدس کی وویل: د نړی شرایط بحرانی دی او د هیواد شرایطو هم د ستونزی او مشکلاتونو سره مخامخ دی او یوازی انسانان کولای سی په داسی شرایطو کی یو لاړ ځان وژغوری او خپلی مقصد ته ورسیږی او هغه لار ولایت دی.

هغه وویل چی مونږ ایاتونو او روایتونه لرو چی بیان کوی انسانان پر دغه لار باندی ولار سی ، یوازی د دغی لار باندی کولای سی مقصد چی متعالی اهداف دی ورسیږی او توفیق پیدا وکی.

هغه څرګنده کړه: په دغو دلایلو کی دی چی د تبیان مرکز او مسؤلین تلاش کوی چی د یو ولایی تشکیلاتو په اساس قدم واخلی او د دغوپه ضمینو کی فرهنګی او اجتماعی فعالیتونه ولری.

د ښاغلی حسینی مزاری په وینا کی افغانستان د مختلفه مشکلاتونه او ستونزی سره مخامخ دی که مونږ وغواړو خپلی هیواد د دغی مشکلاتونو او ستونزی څخه خلاص کو او خپلی مقصد ته ورسیږو باید د ولایت په محور باندی او د هغه رنګ او بویو او ولایت مداری په شرایطو باندی مبارزی وکو.

دی د افغانستان اصلی مشکلاتونه په تاکید باندی وویل چی دا ټول په دغه خاطر دی چی د ولایت څخه لیری سوی یو او که وغواړو دا ستونزی حل کو؛ باید ولایت ته متوسل سو او د ولایت پر لار باندی قدم واخلو او دخدای او معصومین علیه السلام پر توکل باندی خپلی مبارزات جوړه کوتر سو چی یوڅه توفیق پیدا وکو.

ښاغلی مزاری ولایت مداری یی داسی معنی وکی: د زره التزام او د سړی فردی عملی، د فردی ،اجتماعی ، دینی او دنیوی فرامینوته د اسلام پیغمبر او معصومه امامانو د حضور په عصر باندی او د رهبری د واجد الشرایطو فقها د معصوم امام لخوا د هغه غیبت په عصر کی باید د مطلقه ولایت ومنی او هغه د الهی ولایت په عنوان باندی د دینی او دنیوی قوانین د اجرا کوولو لپاره.

هغه څرګنده کړه : د دغی په اساس باندی، ولایت مدار هغه څوک ته ویل کیږی چی د اعتقادی، عاطفی ، عملی او رفتارو و ټول فرامین او احکام چی ولی فقیه وایی په اخلاص زره او عاشقانه عمل وکی .یو ولایت مدار سړی باید و اعتقادی مباحثوته ټینګ سی.

د تبیان د حزب اسلامی رهبر زیاته کړه : مونږ د اعتقادی په امور باندی څومره کار کوو،څومره اطلاعات لرو او د هغه په اساس باندی د خپلی اعتقادات په باره څومره تلاش او کوښښ کوو؟هغه اعتقادات چی د دین اصول دی او هم دین فروع. یو ولایت مدار سړی خامخا باید د غو باره کی باید سمه معلومات ولری او پر هغه باندی مسلطه اوسی. که زمونږ په عقیده باندی یو کوچنی شک او شبه پیدا سی معلومیږی او زمونږ د ولایت مداری په حیث کی یو ضعف پیدا کیږی. که مونږ پر اول وخت باندی لمونځ ونه کو باید ځان ولایتی ونه وایو. په اخلاق کی ضعف، زمونږ ټول تلاشونه برباده کوی د اسلامی اخلاق رعایه کولو دریم شرط ؤو چی ښاغلی حسینی مزاری د یو ولایی سړی دپاره یی مهم ومنل و وویل: که مونږ د اسلامی اخلاق شرایطو په باره کی او د دغی شرایطو په مطالعه باندی او د هغه پر پایبندی باندی ضعف ولرو، د اعتقاداتو او د عباداتو په بحث باندی هیڅ ځای ته نه رسیږو.

د تبیان مرکز مشر د دغی اشاره چی ولایی خلکو د اعتقادی اوعبادی مسایلو سره سم اخلاق ته هم ښه توجه لری څرګنده کړه: مونږ باید خپلی عملکرد ته وګورو او هغه بدله کو ځکه د اخلاق ضعف زمونږ ټول نیکی بر باده کوی.

هغه وویل: د اخلاق بحث یو مفصل لری، ولایتی سړی د اخلاقو په مباحثو کی ډیر پاملرنه لری که ماسی مشکل او ضعف په دغه باره کی ولرو زمونږ ټول زحمات بیځایه کیږی. ولایی سړی ریاکار نه دی، ولایی سړی متظاهر نه دی، هرشی چی د ځان دپاره غواری د نور خلکو دپاره هم غواړی، ولایی سړی لجناکه نه دی، ولایی سړی داسی نه دی چی ووایی زما نظر دادی او خامخا باید دغه اجرا سی اوخپل پر نظر باندی ټینګښت وکی او د نورو نظروته بی احترامی وکی. بد اخلاقه سړی داسی دی.

بی اخلاقه سړی هیڅ څوک نه خوشوی حتی د یو کوچنی جامعی څخه خلک ځینی بد راځی او ولاره یی . بد اخلاقه سړی د شهرت لپاره ځغلی او د لوړو ځایو منګر لار غلطه وی . هغه څرګنده کړه ،هغه څوک مشهوره کیږی چی دخدای د رضا دپاره کار اوخذمت وکی.

هغه سړی چی د خدای د رضا دپاره کارکوی په طبیعی توګه مشهوره کیږی . امام خمینی هیڅ څوک نه دی رهبر کړی پخپله هم د رهبری پسی نه ؤو، خدای هغه و دی ځای ته ورسول، د هغه دینی او اسلامی اعمالو هغه دی ځای ته ورسول.

رسول الله مبارک د یو تشکل او سازمان دینی حکومت یی اعلام وکی ، د ولایت مداری څلورم برخه تشکیلاتی عمل کول دی چی ښاغلی مزاری داسی بیان وکی: که تاسو تر اوسه پوری داسی خلک مو لیدلی دی چی عابد او معتقد دی او د عبادات او لمونخ بیخی ټینګ دی د شپی لمونځ کوی او دیر مسایلو رعایتوی په اخلاق هم بی خی اخلاقی خلک دی منګر په عملو کی بی تفاوته دی او په تشکیلات پوری باور نه لری او په جامعه کی بی تفاوته دی، داسی خلک نه دجامعی په درد خوری نه هم دځان دپاره او یو بالابوته بار د جامعی دپاره هم دی . هغه زیاته کړه یو ولایت مدار سړی سل فی صده خپل وقت مهم ګڼی . که مو ولیدل چی یو سړی د وقت د رعایت کولو دپاره مشکل لری او حتی یو دقیقه ناوخته راځی تاسو د هغی سره څه توقعه لری چی ایا دا سړی د تبارز په صحنه کی څه کوی او د اجتماع او دین او مذهب خدمت کوی.

له داسی خلک باید لیری سی نو پریږی هغه څوک چی نیم ساعت ناوخته را‎ځی.داسی خلک ولایی او ولایت مداره نه دی.

د افغان ږغ آژانس څرګنده کړ: د تقید بحث د تشکیلاتی په امور کی ډیر مهمه ده. تا سیو که وغوشتل یو څوک و پیږنی د هغی سره یو وعده وکی او هوګوری چی ایا خلاف کار کوی او که یعه؟ ایا خوب اورته راځی او که یعه؟ د هغه څوک چی ولایی دی خوب راتلل ورته معنا نلری. د تقید بحث په وقت کی، پخپله یو ملاک د اشخاصو د پیژندله دپاره دی . زه خپل له دغه طریقی نه کوښښ کوم چی خلک په دغو طریقو خلک وپیژنم.

د تبیان د حزب اسلامی رهبر وویل: نبی اکرم ص چی مبعوث سو، د یو سازمانی فکر په اساس کی ؤو،د پیغمبر ټول کارونه، حتی لمونځ کول،پورته کیدل،ناست، کور کوچنیان او بی بی زهرا س او حضرت علی علی ع او ټول اطرافیان او اجتماع ټول د تشکیلات د رنګ او بوی په اساس کی ؤو.

استاذ مزاری عنوان وکی : نبی رسول الله د یو سازما د تشکیلولو د دینی حکومت دپاره راغی چی دینی حکومت اعلان وکی ، تاسو متوجی اوسی چی د یو حکومت جوړولو بی له فکر او سازمانی تشکلیل امکان نه لری. ټول ایمه معصومین علیه السلام دغه فکر یی درلودل چی لکه رسول الله مبارک غوندی اسلامی حکومت جوړه کی. د قران کریم د اساس فکر د تشکیلاتو په اساس دی، د رسول الله مبارک او معصومین اساس فکر پر تشکلیلاتی حرکت باندی دی، نو که مونږ په دغه باور یو چی د رسول الله مبارک پیروان یو باید خپل ځان پر دغه شرایطو برابره کو او تطبیق ورکو که دا کارو ونه کو دا د یو ولایی شیعه د اوصافو څخه نه دی.د ولایتمداری پر مونږ باندی صدق نه کوی. هغه زیاته کړه : ټول خلک چی دلته ناست دی او خپل ځان هم ته وایم د دغو مباحثو په باره کی ښه فکر وکی او خپل ځان وساتی . د تبیان تشکیلات د دغو شرایطو کولای سی چی اثر وکی . که تر اوسه پوری یو څه اثر یی کړی دی په دغه خاطر دی چی ځینی معیارونو ته رعایت کړی دی، که ټوله معیارونوته رعایت وکی ان شالله به مونږ د یو نوی انقلاب د زمینه جوړول په افغانستان کی کیږو.

د تشکیلاتی بحث په سازمانی حرکت کی ډیر اهمیت پیدا کوی او تشکیلاتی قواوی په ټول حالاتو کی ویښ دی تشکیلاتی قواوی تعهد او اخلاص لری او د هغو ټول کارونه د اخلاص په اساس کی دی.

مونږ هغه وخت بصیرت پیدا کولای سو چی خپل ځان د خدای دپاره جوړه کو. هغه زیاته کړه چی بصیرت د پنځمه برخه د یو ولایی سړی څخه دی او وویل: بصیرت په لغت کی د علم او عبرت او حجت په معنا دی او د قران کریم په فرهنګ کی د قلبی او باطنی رویت په معنا دی اویا د حق او باطل پیژندونکی په معنا دی. بصیر خلک ، په وسایی کولای سی حق له باطله معلومه کی او حیران نه پاتیږی چی کوم لار ته ولار سی . تشکیلاتی خلک هم باید بصیرت ولری اوحیران نباید سی.

استاذ مزاری وویل : هغه وخت کولای سو چی بصیرت ولرو چی ځان خدایی کړو او هرکله چی د خدای سره سم سولو او په هر حال کی زمونږ ټول افعال او اعمال د خدای تبارک تعالی په مطابق دستوراتو کی وو او هر کله چید معصومین د احکامو په مطابق عمل مو وکی هغه ځای دی چی خدای مونږ سره عنایت کوی او د حق او باطل پیژندله مونږ ته ورکوی.

ښاغلی مزاری د انفال د ۲۹ ایه په اشاره باندی وویل: "يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا"،
که تاسو تقوا وکی خدای تاسو سره عنایت کوی او دا توان تاسو ته ورکوی چی په وسایی معلومه کی. نو هغو خلک چی بصیرت نه لری حیران پاتیږی او نه دی خبر کوم لار د دین پر لاره دی چی انتخابی کی.داسی خلک متاسفانه د خدای او معصومین څخه لیری دی او د دوی په ظاهر کی مه خطاباسی، دوی په ظاهر کی متدین او مسلمان دی او خمس ورکوی زکات ورکوی لمونځ پروخته ادا کوی امر به معروف او نهی عن المنکر کوی . که دوی په ریشتیا د اطاعت کوونکی بندګان دی باید بصیرت ولری .

نن هغه خلک چی بصیرت نه لری او انحرافی لار یی اخیستی دی ډیر زیاتی دی او با بصیر خلک بیخی کمی دی.

د تبیان د حزب اسلامی رهبر د قدسی حدیث په اشاره کی وویل: "كُنْتُ إِذاً سَمْعَهُ اَلَّذِي يَسْمَعُ بِهِ وَ بَصَرَهُ اَلَّذِي يُبْصِرُ بِهِ وَ لِسَانَهُ اَلَّذِي يَنْطِقُ بِهِ وَ يَدَهُ اَلَّتِي يَبْطِشُ بِهَا إِنْ دَعَانِي أَجَبْتُهُ وَ إِنْ سَأَلَنِي أَعْطَيْتُهُ"
هغه څوک چی تقوا ولری کوم ځای ته رسیږی؟ خدای وایی: زه د هغه غوشونه کیږم چی اوری معنی چی د هغو غوشونه دخپلی نه دی د خدای دی او وایی زه د هغه ستورګو کیږم چی په هغه کی وینی زه د هغه ژبه کیږم چی په هغه خبری کوی زه د هغه لاس کیږم هغه لاس چی په زور بانید کولای سی هر شی لاس ته راوړی او که هغه وغواری زه اجابت کوم . هغه څرګنده کړه کله چی یو څوک داسی د خدای سره یو ځای سی خدای هغی ته اګاهی ورکوی خدای هغه ته د حق او باطل پیژندله ورکوی .

ښاغلی مزاری عنوان وکی: که تا سو ولید چی د امام خمینی تحلیلونه تفسیرونه ډیر صفا او معلومداره وو او رشتیا سوی دی دلیل یی دا دی چی دا قدرت یی درلود. نن امام خامنه ای هم همداسی دی، د هغه تشخیص قدرت، د هغی د بیان قدرت ، د هغی د هدایت او راهنمایی قدرت په تول ځایونه چی دی د خدای تبارک تعالی او د معصومین ع د مرسته په قدرت کی دی. دلته دی چی تاسو وینی چی په هیڅ ځای کی د خپلی په تشخیص کی اشتباه نه دی کړی . تاسو وینی چی هر وقت چی خبری کوی هره توره هری جملی یی د احادیثو او روایاتو او د قران کریم د ایاتو په مطابق دی.نن په نړی کی د شرقیان او غربیانو مشران په حیث د دغی سړی په خبرو او ویلو کی د نظر امعان لری او دهغه د نظریاتو او معادلاتو په اساس باندی منطقه کی تغییر راځی، دا څومره قدرت دی چی یو سید طالب چی د مادی په لحاظ هم شی نه لری دلته رسیدلی دی. تاسو ګومان مه کوی چی د ایران جمهوری اسلامی دومره هسته ای او نظامی قدرت لری چی د شرقیان او غربیانو سره کولای سی چی مقابله وکی. یعه داسی نه دی دلته الهی قدرت سته ، ځکی دا چی که مونږ وغواړو پر نړی باندی تاثیر وکو د خلګو خدمتکار او د دین خدمتکاری وکو او صبر وکو.

هغه وویل : اعتقادی التزام او عبادی التزام او اخلاقی التزام او تشکیلاتی التزام او بصیرت درلودل ډیر مهم بحثونه دی . د ولایی بل برخه چی په حقه باندی اعتقاد لرو دا دی چی باید مینه او محبت ولرو. مودت یو داسی محبت دی چی ظهور او بروز کوی ،محبت قلبی نه دی سربیره د قلبی باید ظهور او بروز ولرو او د دغی محبت په اساس کی باید اطاعت هم ولرو.د معصومینو اطاعت کولو او صبر بل برخه د ولایی اشخاصو څخه دی، دوی بی تابی نه کوی ، بی قراره نه دی، کله چی یو ځای ته ځی اویو شی یی شروع کړی دی تر پایه پوری ځی. هغه څوک چی صبر نه لری نسی کولای د دغی مسیر پر لاره حرکت وکی او یو مطلوبه نتیجی ته ورسیږی فرق نلری چی د سبق زده کولو په مسیر کی دی او یا د مبارزی په لار او یا دتجارت په لاره نسی کولای یو مطلوبه نتیجه حاصله کی .صبر یو مهمه شاخصه دی. د اسلام تحقق په ژوندون او جامعه کی او د یو اسلامی جامعه جوړولو یو کلی هدف د یو ولایی او انقلابی سړی دپاره دی. هغه وویل: یو ولایی سړی انقلابی دی انقلابی بحث دوه اړخه لری هم باید په درون کی دا ولری او تغییر راولی إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ ما بِقَومٍ حَتّىٰ يُغَيِّروا ما بِأَنفُسِهِم "،
مونږ باید د دغی تغییر او رویکرد سو تر سو چی دا زینه امکان ولری چی خدای پرمونږ باندی روشنایی وکی
دوهم ارخه دا دی چی د باندی هم دا شاخصه ولرو او عمل په وکو.

ښاغلی مزاری په څو کاری حوزی کی د تغییر د ایجادولو یو فهرست جوړی کی چی دا دی
1. ولایی سړی د عدالت اجتماعی د استقرار پسی دی او اسلامی قسط ، دا لومړنی تغییر دی چی یو ولایی عنصر د هغه پسی دی د خپلی مبارزی ، تلاش، او خپلی کارونه څخه استفاده کوی او د هغه په راستا کی عمل کوی.
2. د کرامت د ساتلو او افغانستان د انقلابی عزت او هیواد ولس او د بین المللی مناسباتو د ساتلو دپاره کوشش کوی
3. پاملرنه و اسلامی امت مباحثوته : یو انقلابی سړی د اسلامی امت په فکر کی دی او د اسلامی امت په باره کی غم لری او د هغو دپاره برنامی لری ، پاملرنه د اسلامی مباحثوته او د اسلام نړی نهضتونوته او د فلسطین مظلوم ولس ته چرت وهی
4. دخپلی اراده او حاکمیت د تقویه کولو دا یو مهمه بحث دی چی د یو انقلابی سړی د حرکت په لار کی دی
5. خپلی هیواد جوړول او مخ ته تلل د هری خوانه
6. د علمی رشد کول او د خلګو عمومی اګاهی زیاته کول او د هغی استعدادونه شکوفا کول
7. د جهاد وفادارونه بیا یادول ، لکه عالمانو او مجاهدینو چی د اصلی عنصر د افغانستان تاریخی ملت دپاره مبادلات سوی دی
8. د اسراف څخه لیری کیدل په ټول عرصو کی
9. د امام خمینی یادونه ژوندوول او دهغه په وینا کی او فرمایښونه په روزمره کی یادول او اطاعت کول.
10. د وحدت کلمه دټولو قومونه او مذهبونه راوړل لکه سنی او شیعه.
11. په ټول حالاتو کی هوښیاری د ډښمنانو د توطیه په باب او د دښمن او دوست پیږندول.
12. د دولت د اصلاح کول دپاره تلاش کول او د دولت او ملت سره همیشګی پیوند .

د تبیان د حزب اسلامی رهبر د خپلی مطالب د تکمیلولو کی څرګنده کړه: کله چی دا ۱۲ مطلبونه او عنوانونه محققه سو ، مونږ خپلی اصلی چی د اسلام تحقق د خلګو روزانه د اسلامی جامعه جوړونه دی رسیږو. منګر که دا و نه یی مونږ خپلی ارمانونوته او اهدافوته نه رسیږو.

همدا دی نن ورځ د افغانستان جامعه د خپلی اهداف او د جهاد برنامګانی چی د سازمانونه او احزاب د طریقی اعلامیدل اوس هغی ته نه دی رسیدلی . ځکه چی دا لار د مجاهد او مسلمان او مبارزه خلګو په توسط نه دی تللی او باید مطمین اوسو چی په موجوده شرایطو هم د جامعی په سطحه یو لوی تحول د اعتقادی او فکری پیدا و نه سی او مونږ هم داسی خلک جوړ و نه کو او جور سوی خلک په هیواد کی حضور ونه لری اوپه مختلفه منصبوکی را نه سی او د خلګو دپاره خدمت ونه کی افغانستان یو پیری بیاهم شاته ځی او د غلامی او اسارت حلقی هر ورځ زمونږ پر غاړه باندی راځی، نو دا مونږ او تاسی یو چی په دغه جامعه کی راټول سوی یو او د ولایی عناصر او مسلمانی مدعیان یو ، خامخا نور مهمه وظیفی هم لرو .

هغه څرګنده کړه: نن هغو کسان چی د خدا پر لاره دی، د نړیوال محبوب دی، نن هغو کسان چی د خدای قدرت لری او د مسلمین ولی دی.

نن امام خامنه ای د مسلمینو ولی امر دی دا قدرت او عظمت یی د کومه کړی دی ، دا قدرت او عظمت د خدای څخه دی. ښاغلی مزاری په پای کی وویل مونږ او تاسو وظیفه لرو چی په دغه عرصو کی تلاش وکو او زحمت وکاږو تر سو چی ان شالله د تبیان مرکز وکولای سی چی د خدای دپاره، د معصومین دپاره، د افغانستان ولس دپاره، دخپل ځان دپاره او د نوی نسلونه دپاره د خدمت مصدر او قدرت او عظمت د افغانستان ولس دپاره سی. ویل کیږی چی منطقوی اجلاس د تبیان فرهنګی اجتماعی فعالیتونه د نور دفترونه مسؤولین په حضور باندی د افغانستان او بهر څخه د تبیان نمایندګی په مشهد مقدس د جمعی ورځ دحوت ۱۴ نیټه د ۱۳۹۴ لمریز کال کی اجراسو.
https://avapress.com/vdcfjmdytw6d0ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته