دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۰۸
د مطلب کود : 154947
په دهلی کی د مودی او حامد کرزی لیدنه
حامد کرزی، د افغانستان پخوانۍ ولسمشر د هندوستان لمړۍ وزیر سره تیره شپه په نوۍ دهلی کی لیدنه کړی دی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د هیواد پخوانۍ ولسمشر د مطبوعاتی دفتر په خبرپاڼه کی راغلی دی چی دا لیدنه په یو صمیمانه او دوستانه فضا کی ترسره سوی دی او دواړه لوری، ددواړو هیوادونو اړیکو تحکیم او باندی ټینګار وکړ.
همدارنګه، حامد کرزی هندوستان د افغانستان ملګری وبلل او افغانستان سره د هغه هیواد مرستو څخه مننه وکړه.
په همدی حال کی هندی چارواکی رسنیو ته وویل چی کرزی او مودی د افغانستان او هند استراتژیک دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبری وکړی.
مودی هم د ځینو تصویرونو په خپرولو سره ددی ملاقات په اړه خپل تویتر پاڼه کی لیکلی دی چی د حامد کرزی سره لیدنه څخه می خوند واخیستل.
دا لیدنه په داسی حال کی صورت نیولی دی چی مخکی له دی حامد کرزی په افغانستان کی د هند نقش پراختیا څخه د امریکا نوی استراتژی په چارچوکاټ کی، نیوکه کړۍ وو.

https://avapress.com/vdcfjjdyew6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته