دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 141077
ننګرهار ولایت کي ۲ ټنو ځانمرګي وژل شوی دي
ننګرهار چارواکی وايي، په دی ولایت کې د وسله والې ډلې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، دغه ځانمرګي موخې ته له رسېدو وړاندې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
هغه ویلی، د یاد بریدګر د یکشنبه په ورځ ددی ولایت د اچین ولسوالۍ په بانډر سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
سیمه ییز امنیتي چارواکي زیاتیوی، وسله والو داعش دغه دوه تنو ځانمرګو په یوه ډاټسن موټر کې چاوېدونکي توکي ځای پر ځای کړی و.
خو تر وسه وسله والو داعشیانو په دی اړه څه ندی ویلی.
https://avapress.com/vdcfeydyew6djxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته