دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 145271
روسیه د افغانستان او آمریکا څخه وغوښته چی د داعش سره مرستی په اړه شرحه ورکړی
د روسیه خارجه وزارت د افغانستان چارواکو او آمریکایی قوماندانانو او ناتو څخه زموږ په هیواد کی غوښتۍ دی چی د ناپیژانده هلیکوپترانو د پاړه چی په افغانستان کی داعش تروریستی ډلی ته مرسته رسوی، شرحه ورکړی.
ماریا زاخارووا، د روسیی خارجه وزارت ویاند پرون په مسکو کی و خبرنګارانو ته وویل: مسکو تازه اطلاعات ترلاسه کړی دی چی ناپیژانده هلیکوپتران د افغانستان مسلح کسانو د داعش تروریستی ډلی څخه لیږدوی او سربیره پردی، د افغانستان په ختیځ کی هغوی ته اسلحی او مهمات رسوی.
د روسیی خارجه وزارت ویاند د ننګرهار استراتژیک نقطی تصرف په اړه د داعش په واسطه، وویل چی د توره بوره د سقوط مخکی ګزارشونو په اساس، ۵۰ تروریستان د هلیکوپترانو په مرسته د داعش پیاوړۍ کولو لپاره ننګرهار ته راوړل سو.
د هغه په وینا یو کانتینر د اسلحو او مهماتو څخه ډک هم هلته ولیږدول سو او د داعش ته وسپارل سو.
د ننګرهار په ختیځی ولایتونو کی سیمه ایز چارواکی تیره اونۍ تایید کړه چی د توره بوره استراتژیک سیمه د داعش تروریستی ډلی په لاس لویدلی دی خو وروسته وویل چی د دولتی ځواکونو په عملیات کی، بیرته دا سیمه د داعش کنترل څخه خارج سوی دی.
د روسیی خارجه وزارت ویاند وویل: دا ښه خبره نه ده چی نه افغانستانی چارواکی او نه آمریکایی نظامی چارواکی او نه هم ناتو حاضر سوی نه دی چی د ناپیژانده هلیکوپترانو الوتنو په اړه شرحه ورکړی.
هغی زیاته کړه؛ په دی اړه چوپتیا د ډیرو پوښتنو منځته راوړونکی دی.
هغه ټینګار وکړ چی غربی رسنۍ دی موضوع په اړه څیړنه نه کوی او د غربی ورځپاڼه لیکونکو څخه وغوښتل چی د آمریکا دفاع وزارت او خارجه وزارت او سپین ماڼۍ څخه په دی اړه پوښتنه وکړی.
https://avapress.com/vdcfetdyyw6dj0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته