د سرحدونو او قبایلو د وزیر ګلاب منګل په مشرۍ یو ځانګړی پلاوی ولسمشر ننګرهار ته د امنیتي وضعیت او دغه راز د داخلي بې ځایه شوو د ستونزو د ارزونې لپاره دې ولایت ته استولی .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، په دې پلاوي کې د مختلفو ادارو استازي شامل دي .
دوی به د امنیتي وضعې د څېړنې ترڅنګ په لالپوه او ګوشتې ولسوالیو کې د پاکستان د وروستیو توغندیزو بریدونو له امله د کډوالو شوو کورنیو ستونزې هم وڅېړي او د مرستې بندوبست به ورته وکړي .
پلاوي د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره هم لیدلي .
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل