دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 144470
نن افغانستان کې د تروریستي پېښو قربانیانودرناوي لپاره ملي ماتم اعلان شوی

افغان حکومت په کابل، خوست او هرات کې د وروستیو اوونیو د پېښو د قربانیانو د درناوي لپاره نن شنبه د غبرګولي شلمه د ملي ماتم د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

د کابل، هرات او خوست د تروریستي پیښو د قربانیانو د درناوي لپاره د افغانستان په دننه او بهر کې د دغه هیواد ملي بیرغ هم دنیمه ځوړاند حالت ته راوستل شوی دی.
د روژې د میاشتې له پیل څخه راهیسې په تیرو پنځلس ورځو کې د کابل په ګډون په خوست او هرات ولایتونو کې په بیلابیلو تروریستي پیښو کې له ۱۸۳ زیات وګړي وژل شوي او ترشپږ سوو نور ټپیان شوي دي.

د دغو پيښو اکثریت یې ملکي وګړي وو، چې ښخې او ماشومان هم په کې شامل دي.
له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې کې ویل شوي، چې په وروستیو ورځو کې د ترورستي ډلو په بریدونو کې یو شمېر افغانان وژل شوي او ټپيان شوي دي او د افغانستان خلک پدې ورځو کې د خپلو خپلوانو په غم غمجن دي او ددغو ترورستي پېښو د قربانیانو د یاد په درناوي نن د ملي ماتم ورځ اعلانوي.

د ارګ اعلامیه وايي، چې د ملي ماتم په نننۍ ورځ کې به د قرانکریم د ختم مراسم په ارګ کې د ولسمشر غني، قاضي القضات او د پارلمان د مشر په ګډون ترسره شي او د ټول افغانستان د مسجدونو او تکایاوو له امامانو یې غوښتي چې د قرانکریم ختمونه وکړي.

اعلامیه دا هم وايي، چې د افغانستان بیرغ به په ټول افغانستان او په بهرنیو هیوادونو کې په سیاسي استازولیو کې هم نیمه ځوړانده وي.

دا ماتم په داسې حال کې اعلان شوی چې لا هم د کابل ښار په یو شمیر برخو کې د دغو پیښو په مخنیوي کېد افغان امنیتي ادارو د پاتې راتللو له امله د دغو ادارو د چارواکو د کارڅخه د ګوښه کولو د غوښتنې لپاره د اعتراض کوونکو اعتراض دوام لري.

دغو اعتراض کوونکو ارګ سره نږدې د زنبق په څلور لارې کې د خیمې د وهلو ترڅنګ د کابل ښار په اته نورو برخو کې هم خیمې وهلي دي.

د ولسي جرګې یو پلاوی د دغو اعتراض کوونکو د اعتراضیه غونډو د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او اعتراض کوونکو سره په خبرو بوخت دی.

ټاکل شوې چې دا پلاوی به په دې لړ کېنن څه وخت د افغانستان جمهوررئیس سره هم وګوري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfejdyxw6djja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته