ویلکږی، چی د ننګرهار ولایت کی پرون د یوې ټرافیکې پېښې په پایله کې یو امریکایی سرتېری وژل شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخی، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی دي، چې په دغه ولایت کې ددوشنبي په ورځ د یوې ټرافیکې پېښې په پایله کې یو امریکایی سرتېری وژل شوی دی.
د یاد وړدی، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن، د دغه سرتېري د وژل کېدو له امله د هغه کورنۍ ته خپل تسلیت وړاندې کړی دی.
راپورنه وایی، د یاد سرتېري له وژل کېدو سره په افغانستان کې د روان کال له پیله د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۴ تنو ته رسېږي.