دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 147576
په بلخ ولایت کې د یوه پل ویجاړول او د افغان حکومت او طالبانو غبرګونونه

په شمال بلخ ولایت کې یوه مهم پل د وسله والو له خوا د چاودیدونکي توکو په وسیله ویجاړه کړې ده.

افغان حکومت وایي، د بلخ ولایت د چمتال او چهار بولک ولسوالیو ترمنځ پل د وسله والو طالبانو له خوا ویجاړې شوې ده.

د حکومت د رسنیو مرکز دفتر د ویجاړه شوي پل انځورونه نن په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړه.

د حکومت رسنیو مرکز په یوه بیان کې لیکلي « د طالبانو ترهګره ډله هوډ لري، چې د پردیو په لمسون د افغانستان بیخ بیناوې او پراختیایي پروژې له منځه یوسي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان حکومت په ټول قوت سره هڅه کوي، چې د ترهګر طالب په لاس ویجاړ شوی پل ژر تر ژره بېرته ورغوي.

د خبرپاڼې په وینا، طالب پرديپالو او د ملکي وګړو وژونکو، په دې کار سره په ډاګه کړه، چې د هیواد بیخبیناوې له منځه وړي او نه پرېږدي چې خلک په سوکالۍ کې ژوند وکړي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې تیره شپه دبلخ په چمتال ولسوالۍ کې د یو پُل انفجارول د یاد ډلې په وسله والو پورې هیڅ اړه نلري.

نومړې وایي «داکومه بدنامونکې هڅه ده چې موږ یې محکوموو.»

طالبان او نورو ډلو ته اړوند وسله وال اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې د عام وګړي وژلو ترڅنګ پلونه او د عامې ګټې لپاره ودانې او سړکونه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي چې د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د ملکیانو ۴۰ سلنه مرګ ژوبله د حکومت مخالفه ځواکونو له لوري د له وړاندې تعبیه شوو فشاري چاودیدونکو توکو )آی ای ډی( کارولو له امله رامنځ ته شوې.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeedyvw6djta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته