دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 97877
نور: تراوسه د رایو ورکولو د ۳۹ فیصده صندقونو په اړه پریکړه شوې
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د رایو د ابطال د روان بهیرپه ترڅ کې به نن د ورځې په پای کې د رایه ورکونې د پنځو زرو محلونو په اړه پریکړه وکړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور په کابل کې خبریالانو ته وویل، تراوسه د رایو ورکولو د ۳۹ فیصده صندقونو په اړه پریکړه شوې ده.

معلومه نه ده، چې د انتخاباتو خپلوک کمیسیون تر اوسه د څومره محلونو رایې باطلې کړي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په دوو علني غونډو کې د ۱۳۰ محلونو د ابطال پریکړه تایید کړې ده.

د جمهوري ریاست دویم دورانتخاباتو د ناپاکو رایو د باطلولو بهیر تیره اوونۍ رسما پیل شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfecd1.w6deeaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته