دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 141284
ضیا مسعود د موقتې ادارې طرحه جوړوي

احمد ضیا مسعود له دندې څخه د لرې کیدو په غبرګون اوس د موقتي ادارې د جوړیدو پر طرحې کار کوي.

د صدای افغان خبری آژانس، د ضیا مسعود د رسنیو د چارو سلاکار، رحمت الله بیژن پور وايي ښاغلي مسعود د دې طرحې د چمتو کولو لپاره له سیاسي جریانونو سره خبرې پیل کړي او دا طرحه به تر یوې اونۍ اعلان شي.

هغه وایي د دې طرحې پر بنسټ به ولسمشر له دندې ګوښه شي، موقته اداره به خپل کار پیل کړي او له هغه وروسته به پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابره شي.

ولسمشرۍ ماڼې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر ته یو شمیر نږدې کسان وایي چې د موقتې ادارې د جوړیدو طرحې اوس په هیواد او له هیواده بهیر نړیواله ټولنه کې هیڅ ارزښت نه لري.

ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د یوه ځانګړي فرمان له مخې احمد ضیا مسعود له دندې ګوښه کړ.

مسعود د خپلې څوکۍ د بایلو په غبرګون تیره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ملي وحدت د حکومت په جوړیدو کې د دولت د شریکانو ترمنځ کتبي هوکړه لیک موجود دی او ولسشمر هیڅ حق نه لري چې دی له دندې ګوښه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcydyjw6dj0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته