دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 146685
د عطا محمد نور څرګندونو په اړه د عبدالله عبدالله غبرګون

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي د امنیتي ناستو په ترڅ کې په مسلسله توګه د کابل د وروستي تروریستي بریدونو او د معترضینو پر وړاندې د تاوتریخوالي موضوعاتو په اړه بحثونه او خبرې اترې روانې دي او نومړې په اړه یې تل پر هر اړخیزه څېړنو ټینګار کړی دی.

نومړې پرون په کابل کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال دغه تورونه رد کړه چې ګواکې د هغوي د مبارزې موخه د څوکیو لپاره دي او ټینګار یې وکړ چې دوی د خلکو د حق لپاره مبارزه کوي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې ظاهراً وروسته له هغه وکړه چې د بلخ والي عطا محمد نور د یکشبنې په ورځ وویل چې د هېواد اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د خلکو له حق څخه په دفاع کې پاتې راغلي دي.

نوموړې د حکومت پر مشرتابه سخت انتقاد وکړ او ټینګار وکړ چې د حکومتي مسئولینو د ناسم مدیریت له امله د هېواد سیاسي او امنیتي حالت مخ په خرابېدو دي.

هغه وویل، د مشرانو جرګې لومړي نائب زوی د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې د خونړی برید په اړه وویل چې د جمعیت پر وړاندې یوه لویه توطیه پر لاره اچول شوې او ډیرې ژورې ریښې لري.

د جعمیت اسلامي اجرائیه رئیس ادعا وکړه، چې د جمعیت مشرانو پر ضد او ختمولو لپاره د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې یوه لویه دسیسه جوړه شوې وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcvdytw6djva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته