دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۶
د مطلب کود : 106283
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس له سناتورانو سره ولیدل
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس د ملي شورا د شپاړسمې تقنیني دورې د مشرانو جرګې له غړو سره ولیدل او د هغوی له خدمتونو نه یې ستاینه وکړه. دغه لیدنه نن، د اجرایوي رئیس په دفتر سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
په پيل کې د مشرانو جرګې د تېرې دورې مرستیال رفیع الله ګل افغان او حاجي امان الله د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او له اجرایوي رئیس نه یې مننه وکړه، چې د دوی د ستونزو د اورېدو غوښتنه یې ومنله.
له اداري فساد سره عملي او رښتینې مبارزه، په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د قانون حاکمیت، د پارلماني او دولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په خپل وخت ترسره کول، د سرپرستو والیانو د لړۍ پای ته رسېدل، د ولایتي شورا د څار حق ورکول او د پخوانیو سناتورانو امنیت ته پاملرنه د سناتورانو غوښتنې وې، چې له اجرایوي رییس سره یې مطرح کړې.
هغه دغه راز د سناتورانو او نخبه ګانو د یوې ټولنې له جوړېدو هم خبر ورکړ او ویې ویل، چې دغه ټولنه یې له حکومت او نظام سره د ښې همکارۍ او مرستې لپاره رامنځته کړې ده.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په شپاړسمه تقنیني دوره کې د سناتورانو له کړو خدمتونو مننه وکړه او ویې ویل، مشرانو جرګې او سناتورانو د تاسیس له وخته تل د افغانستان په تحولاتو کې مهم او رغوونکی رول ترسره کړی دی.
اجرایوي رییس د سناتورانو د ستونزو د حل ژمنه ورکړه او ویې ویل، چې هېڅکله دې له حکومت نه خپلې سلا مشورې نه سپموي.
ډاکټرعبدالله وویل، چې د ټاکنیز سیستم او کمېسیونونو اصلاح کول د سیاسي موافقتنامې د لاسلیک اساس او بنسټ جوړوي او له نېکه مرغه چې د ملي یووالي په حکومت کې د دې اصلاحاتو د راوستلو لپاره عزم او اراده پر خپل ځای ده.
نوموړي زیاته کړه: ولسمشر محمد اشرف غني او زه دواړه په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره ژمن یو او یو پياوړی تعهد ورته لرو. په هغو مسایلو کې چې د هېواد برخلیک، سلامت او بنسټ ور پورې تړلی وي، ګذشت کول په کار نه دی. په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو راوستل زموږ اساسي دنده ده.
د حکومت اجرایوي رییس وویل: په ټاکنیزو اصلاحاتو سره به افغانستان هېڅکله بیا هغو ستونزو ته نه ورګرځي، چې د افغانستان سلامت ننګوي او جنجال جوړوي.
نوموړي له سناتورانو وغوښتل چې تل ورسره په اړیکه کې اوسي او دی یې په خدمت کې دی.
په پای کې اجرایوي رئیس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله سناتورانو ته د هغوی د ښو خدمتونو نه د ستاینې په موخه ستاینلیکونه هم ورکړل.

\"\"

\"\"

\"\"
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfcvdymw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته