دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 146982
پاکستان پوځ مشر د افغانستان او امریکا د وروستیو نیوکو څخه سخت وارخطا شوی

د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت چارواکي څرګندونې او د امریکا متحده ایالاتو وروستي نیوکې او اقدامات پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سخت وارخاط کړی دی.

د صدای افغان خبری آژانس، د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال باجوه په دې اړه د خپله اندېښنه په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان جنرال جان نېکولسن سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه.

نوموړې ادعا کوي چې په افغانستان او امریکا متحده ایالاتو کې ځینې حلقات هڅه کوي ترڅو د ترهګرو پر ضد د پاکستان پوځ هڅې تر پوښتنې لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزات تیره اونی وویل، چې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې په افغانستان کې اکثریت بریدونه د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو له خوا په پاکستان کې پلان شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ونیا، که څه هم د پاکستان امنیتي ځواکونو په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پرضد عملیات کړي، خو د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې کوم اغېزناک ګام نه دی پورته کړی.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې د حقاني ترهګرې شبکې او طالبان لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د دفاع وزارت تیره میاشت په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې لا هم د ترهګرو شبکو او ډلو خوندي ځای دي او افغان وسله والې ډلې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون په آزاد ډول په پاکستان کې فعالیت کوي.

چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه تسره کوي ملاتړ کوي او پټنځايونه ورکړي خو پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړي او وايي دوی پخپله د ترهګرې قربانیان دي.

خو افغان چارواکي وایي، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او به خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcvdy0w6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته