دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 124283
د پخواني سناتور (ګل افغان) پر موټر چاودنې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د مشرانو جرګې پخوانى غړى رفيع الله ګل افغان وايي، کابل کې يې موټر ته څېرمه په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او شاوخوا ١٥ نور ټپيان دي، خو ده ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
ګل افغان وويل چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا نهه نيمو بجو دى له خپلو ساتونکو سره په موټرو کې روان و چې د کابل ښار يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د پنجشېر واټ په سيمه کې يې له موټره شاوخوا دېرش متره لرې چاودنه وشوه.
ده وويل چې دغه ماين تر پلچک لاندې ځاى پر ځاى شوى و.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د يوې مېرمنې، يوه سړي او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ده د درېيو ساتونکو په ګډون شاوخوا ١٥ نور ټپيان دي.
ګل افغان زياتوي چې د ده يواځې درې ساتونکي ټپيان دي او پاتې وژل شوي او ټپيان شوي کسان لارويان وو. دى وايي چې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وينا، د ده موټر نه دى زيانمن شوى، خو د نورو ملکي وګړو څلور موټر زيانمن شوي او په سيمه کې د برېښنا يوه ستنه هم نړېدلې چې له امله يې د سيمې برېښنا هم پرې شوې ده.
خو د کابل پوليسو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر، مل پاسوال فريدون عبيدي وايي چې دغه چاودنه د صوتي ماين وه او د مرګ ژوبلې په اړه به يې تر څېړنو وروسته معلومات ورکړي.
د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخیستى.
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcfcjdymw6d00a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته