دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۸
د مطلب کود : 139584
د تېرکال په پرتله ۱۳۹۵ ل کال له اقتصادي پلوه ښه و
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳۹۵ ل کال هېواد ته له اقتصادي پلوه ډېر ښه و.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د صنایعو خوني مسوولین وايي، چې په ۱۳۹۵ ل کال کې د تېرو څو کلونو په پرتله سوداګري کمه شوې؛ خو افغان دولت خپلي اساسی هڅې لکه د چابهار بندر پرانستل، د سلما بند پرانستل، د ریل پټلۍ له لارې له چین سره د هېواد تړل کیدل، د ریل پټلۍ له لارې له ترکمنستان سره د هېواد تړل، په بروکسل کې نړیوالې ټو لڼې له افغان دولت سره ۱۵،۲ ملیارد دالرو ژمنه، د افغانستان په خاوره کې د تاپي پروژي د دیزاین پیل او د ماليي وزارت لخوا د ۱۶۵ ملیارد افغانیو عوایدو راټولول تر سره کړي دي.
د سوداګرۍ اوصنایعو خونه ۱۳۹۵ کال ښه بولي او زیاتوي؛ حکومت هڅه وکړه، چې د افغانستان د ترانزیټي موقعیت ارزونه وکړي.
د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي هېواد مو اوس د تو لیدي کیدو پر لوري د حرکت په حال کې دی. په ټوله کې مو سوداګري کمه شوې؛ خو له کاذب اقتصاد څخه اوس د حقیقي اقتصاد پر لوري د حرکت په حال کې یو.
د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي هم وايي، چې په تېرکال کې مو له یو میلیارد دالرو څخه د زیاتي پانګوني د تعهد تړونونه لاسلیک کړل.
د نوموړي په وینا؛ مونږ توانیدلي یو، چې له میلیارد دالرو څخه د زیاتې پانګوڼې تړونونه تر لاسه کړو. په قوانینو کې مو آسانتیاوې راوستي او نور هم د فرصتونو د رامنځته کولو په هڅه کې یو.
د کلیو پراختیا وزیرنصیر احمد درانی هم وايي، چې په ۱۳۹۵ ل کال کې له۱۱۳۸۰ څخه مو ډېرې اقتصادي او عام المنفعه پروژې پلې کړې دي.
هغه په ډاګه کړې؛ مونږ سربېره پر دې، چې له سیاسی ناندریو او ستو نزو سره مخ وو؛ خو بیا مو هم په دغه کال کې زیاتي پروژې پلې کړې دي.
د هېواد د صنعتکاران ټولنې رییس سخي احمد پیمان بیا وايي؛ په ۱۳۹۵ ل کال کې د هېواد صنایعو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او صنعت له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت هم دې برخي ته د هیڅ ډول مرستي لاس ندی اوږد کړی.
نوموړی زیاتوي، تېر کال تېرشو؛ خو ستونزي مو هماغسې دي. برښنا، د ځمکو نشتون، د کورنيو تولیداتو د ملاتړ نشتون، د ملي وحدت حکومت د کړیو ژمنو نه پلي کول ټول پاتي دي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، افغانستان د کرني، کانونواو انرژۍ په برخه کې ښه ظرفیت لري؛ خو د نړیوال بانک د رپوت له مخي، په ډې برخه کې کار نه دی شوي. نوموړي زیاته کړې، چې مونږ د کرنې، انرژۍ او کانو نو په برخه کې ښه ظرفیت لرو باید په دې برخه کې د پانکونې د جذب لپاره ډېر کار شوی وای، چې ندی شوی؛ نو، ځکه مو اقتصادي ستونزې ډېرې دي.
د سوداګرۍ خونه او د هېواد د صنعتکارانو ټولنه وايي، حکومت باید په هېواد کې د پانګوني د جذب لپاره له فساد سره مبارزه، د قوانینواصلاح او آسانتیاوي او له کورنیو تو لیداتو څخه ملاتړ وکړي، نو له شک پرته به مو هېواد د اقتصادي پراختیا پر لوري حرکت وکړي.
https://avapress.com/vdcfc1dyjw6dmta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته