دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 139188
د کابل برید؛ تروریستان څنګه عمل کوی؟
د دفاع وزارت اعلان کړی دی چی تروریستی برید د سردارمحمدداوود خان پر نظامی روغتون باندی چی په کابل کی ۳:۳۰ پای ته ورسیده او په دی برید کی ۳۰ کسه وژل سوی او د ۵۰ تنو څخه ډیر ټپیان سوی دی.
دولت وزیری؛ ددی وزارت ویاند وویل ټول ټپیان مناسب ځای ته وړل سوی دی او دفاع وزارت ی هیات ددی حادثی د څیړلو لپاره ګمارلي دی.
هغه وویل د چهارشنبی د ۹ بجو په شاوخوا کی یو کس د تروریستانو څخه خپل ځان ته د روغتون جنوبی دروازی مخته چاودنه ورکړه او په عینی وخت کی، دری نور کسان په دوهم او دریم منزل کی چی سپک او بمب ورسره وو، په ټکانو شروع وکړ.
شاهدان هم ویلی دی چی لومړۍ ځل دری چاودنی په دی روغتون کی ترسره سو.
داعش ددی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
طالبان ویلی دی چی دا برید د هغوی کار نه دی.
د دفاع وزارت ویاند توضیح ورنه کړ چی دا دری کسه څنګه روغتون ته داخل سوی او دا اصلی مسآله دی چی د هر تروریستی برید ورسوته د اوضاع د ناظرانو له خوا مطرح کیږی.
رسمی او دولتی عکس العملونه هم ددا ډول پوښتنو څخه ځان نه تیر باسی.
ټول عکس العملونه غالبا پردی باندی معطوف سوی دی چی هغه کار چی تروریستان ترسره کړی دی، په نهایت کی بزدلی او ناځوانمردانه کار شکاره کوی. هغوی یو روغتون تر برید لاندی قرار نیولی دی؛ هغه اقدام چی په شدت سره د محکوم او د سرزنش وړ دی!
خو دا عکس العملونه کوم درد دوا کوی؟ حتی که د ریاست جمهوری ماڼۍ، سپیدار ماڼۍ، ناتو نمایندګی، د سازمان ملل سیاسی دفتر یا د انګلیس او امریکا سفارتونو څخه صادر سوی وی!
  اصلی مساله دادی چی اوس ۳۰ کسه شهیدان سوی دی او لسګونه نور کسان ټپیان سوی دی او مهم د هغه څخه دا جی حتی په دولتی امن ځایونو کی هم څوک د امنیت او مصونیت احساس نه کوی.
تروریستان په دی سره چی پر روغتون باندی برید ترسره کړ او ددا سره چی فوق العاده او سختګیرانه امنیتی تدابیر هم درلودي، د افغانستان امنیتی او سیاسی رهبری او ناتو او امریکا ځواکونو په وړاندی ډیر پوښتنی رامنځته کړی دی.
هغوی د وزیر اکبر خان دیپلمات نشین منطقه کی، دفاع وزارت پوری متعلق مرکز باندی، یو دروند انتحاری او تهاجمی برید ته سازمان ورکړي وو او لسګونه کسان په وینو ولړله؛ بنا پردی، د مسلح ځواکونو مناسب عکس العمل چی د فاع وزارت ویاند په وینا، د ځمکی او هوا څخه، د تروریستان د منځه وړلو لپاره اقدام وکړ، هغه معما چی همدارنګه تړلی او ناخلاص سوی پاته دی، د تروریستانو نفوذ څرنګوالی مهم امنیتی-درمانی مرکز باندی د دمسلح ځواکونو کار دی.
دا جدی پوښتنه ده چی د دولت او خارجی ځواکونو مسؤولیت تر پوښتنی لاندی راوړی او مهم سیاسی او نظامی منطقه باندی د پایتخت راهبردی منطقه تر چالش لاندی راوړی.
دی کار ته په توجه سره، په حاضر حال کی د امنیتی او نظامی مسایلو پوهانو له نظره، اصلی مساله دادی چی تروریستان څنګه عمل کوی؟ هغوی د کوم خارق العاده او محیرالعقول امکاناتو درلودونکی دی چی بیله کوم خنډه کولای سی د امنیتی دروند تمهیداتو څخه تیر سی او د امنیتی مرکز په زړه کی، وینی تویونی او وژنی باندی اقدام وکړی؟
نن ددی برید په ترڅ کی، یو ځل بیا مجازی فضا او ټولنیزی شبکی، ددی ډولو پوښتنو څخه ډک دی؛ هغه پوښتنی چی په زرهاوو ځله مطرح سوی دی؛ خو ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د نن برید په عینی حال کی، یو پوښتنه منځته راوړونکی وجه هم درلودی او هغه داچی داعش په افغانستان کی نوی منځته راغلی تروریستی ډلی په عنوان، څنګه کولای سی د هغه امکاناتو او تسهیلاتو څخه مخکی د طالبانو په لاس کی وو، ګټه واخلی او داسی برید ته سازمان ورکړی؟
د پوهانو په نظر، که ننۍ برید طالبان ترسره کړی وای د هغوی د ادعاوو ته په کتو سره چی په نظام کی نفوذ لری او په داسی ماموریتونو کی سوابق هم لری، شاید د منلو وړ وای؛ خو آیا داعش هم د همغه امکاناتو او تسهیلاتو څخه برخمن دی؟ څنګه او ولی؟!
https://avapress.com/vdcfc1dycw6dmya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته