دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۳:۱۱
د مطلب کود : 141590
د بلخ وژنی او د ملی وحدت حکومت راتلونکی
د افغانستان ریاست جمهوری ارګ اعلان کړ چی اشرف غنی؛ ولسمشر د عبدالله حبیبی؛ د فاع وزیر او قدم شاه شهیم؛ د ځواک ستاد مشر استعفا منلی دی.
همدارنګه ارګ ماڼۍ اعلان کړی دی چی اشرف غنی د ځواکونو ټولو قولو اردو قوماندانانو ته بدلون ورکړی دی.
همدارنګه ځینی سرچینی په ریاست اجرائه کی ویلی دی چی طارق شاه بهرامی د دفاع وزارت سرپرست په حیث او شریف یفتلی د ځواک ستاد مشر سرپرست په حیث معرفی سوی دی.
همداوخت کی ګزارش ورکړل سوی دی چی جیمز ماتیس د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته سفر کړی دی.
د سیمه ایزو سرچینو آمارو په اساس، د جمعی ورځی تروریستی برید کی، تر اوسه ۷۷ جسده قندهار، ۲۴ جسده بدخشان، ۳۳ جسده تخار، ۲۴ جسده و بغلان، ۲۲ جسده و ختیځی ولایتونو ته، ۷ جسده قندوز، ۶ جسده و سمنګان، ۲ جسده و جوزجان او ۱ جسد هم کابل ته لیږدول سوی دی او د ۱۲ جسدونو هویت تراوسه نه دی مشخص.
په دی ترتیب، لږترلږه د ځواکونو ۲۰۸ سرتیری په دی برید کی شهید سوی دی.
په دی حال کی، ناظران وایی چی ملی وحدت دولت په امنیتی برخه کی پراخ اصلاحاتو او بدلونونو شاهدان دی؛ هغه بدلونونه او اصلاحات که د بلخ فاجعه نه وای رامنځته سوای، کلونه کلونه به نه وای ترسره سوی؛ خو د هغوی په باور دا بدلونونه او اصلاحات تر هغه وخته چی امنیتی وضعیت ښه، امنیتی ځواکونو درانده تلفاتو کمیدل، تروریزم ضعیفیدل او شفافیت او مسئولیت قبلونه په لړ کی ونه لری نه سی کیدلای خشمیدلی خلګ ته قناعت ورکړی.
د امریکا دفاع وزیر سفر هم افغانستان ته دومره ژیر د تحلیلګرانو په باور، د وضعیت د خرابوالی بیانوونکی دی؛ هغه وضعیت چی په یو ډول سره د افغانستان ملی وحدت حکومت راتلونکی سره تړلی دی.
د ملی وحدت حکومت، یو امریکایی فرمول محصول د اوضاع د کنترل او داخلی جنګ مخنیوی لپاره په افغانستان کی دی او امریکا په همدی دلیل، په هر شرایطو کی ددی سیاسی چوکاټ ساتنی ملزم بولی.
دا په داسی حال کی دی چی د بلخ فاجعه حادثی په لړ کی، ځینی ناظران لکه د مخکنۍ حکومت ارشد مقامات، په افغانستان کی د دولت سازی پروژی ناکامی څخه هشدار ورکړ.
د هغوی مقصد د دولت سازی یا دولت جوړونی پروژی ماتی څخه په قوی احتمال سره، د ملی وحدت حکومت مبهم راتلونکی دی؛ هغه حکومت چی د بلخ حادثو په لړ کی د پراخو نیوکو لاندی راغلی دی او تر ډیرو فشارونو لاندی قرار لری.
کارپوهان وایی چی د دفاع وزیر او ځواک ستاد مشر استعفا، د قول اردو ۴ قوماندانانو ځای پرځای کونی ترڅنګ هم یو هڅه د ملی وحدت حکومت له لوری د وضعیت او فشارونو کنترول لپاره دی؛ خو آیا دا اقدام کولای سی وضعیت د ملی وحدت حکومت په ګټه بدلون ورکړی او راتلونکی تضمین کړی؟
پوهان وایی چی لږ ترلږه په اوسنۍ حال کی، لږ نشانی په دی برخه کی شتون لری. حداقل هغه څه چی دی چی حتی د دفاع وزارت امنیتی ارشد دوه مهرو استعفا یا هم استعفا مجبورولو کی هم د ملی وحدت حکومت دوه مشر، په داسی ډول سره عمل کړی دی چی د دواړو اردګاه څخه یو مهره په دی منځ کی قربانی سی.
عبدالله حبیبی؛ دفاع وزیر، اشرف غنی ته نږدی مهره وو او د هغه له لوری دی سمت ته معرفی سوی وو او قدم شاه شهیم؛ عبدالله ته نږدی مهره وو او دهغه لوری معرفی سوی وو. دواړه مقام په یو وخت کی خپل کار شروع کړی وو.
په هغه انتصاباتو کی چی ددی دوو مقامو سرپرستی لپاره ترسره سوی وو هم د قدرت تقسیم اصل د دواړو مشرانو ترمنځ په دقت سره لحاظ سوی وو.
د کارپوهانو په باور، دا کار، په افغانستان کی د دولت جوړونی د روند د ماتی اصلی لاملونو څخه به وی؛ ځکه هغه حکومت چی په سهیمی ډول اداره کیږی او په هغه کی، د دواړو مشرانو څخه یو هم د مقابل طرف مهری د برکناره کولو حق نه لری، په سختۍ سره کیدلای سی روشانه سیاسی راتلونکی ولری.
دا دهغه مشکلاتو څخه دی چی په عالی مدیریتی سطحو کی، د افغانستان سیاسی نظام دامنګیره دی.
په دی منځ کی، ډیر بحثونه لکه خیانت، دسیسه، د نظام په داخل او دباندی کی د طالبانو سره همکاری د نظام سقوط لپاره، قوم ګرایی، خارجی ابرقدرتونو متضاد ګټی، د امریکا او ناتو مبهم او پوښتنی منځته راوړونکی ماموریت، د طالبانو په قدرت نیونه کی د روسیی نقش، د طالبانو څخه د حامد کرزی ملاتړ او روسیه او... هم مطرح دی چی هر یو په خپل سهم سره، د فکر وړ دی او کولای سی د ملی وحدت حکومت سیاسی راتلونکی وضعیت د خنډ سره مخ کړی.
https://avapress.com/vdcf1ydyxw6djta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته