دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 145091
پر ډیورنډ کرښې د پاکستان له خوا د کټارو لګولو کار پیل او د افغانستان خبرداری

د پاکستان پوځ د ډیورنډ پر کرښې د کټارو لګلو د کار د پیل په اړه خبر ورکړ او په پام کې چې د کټارو د لګلو کار په دوه پړاو کې ترسره شي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې لیکلي، چې ټاکل شوې ده چې د کټارو جوړولو لومړی پړاو په باجوړ، مومندو ، خیبر او قبایلي سیمو کې بشپړشي او دوهم پړاو په بلوچستان کې بشپړیږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په ډیورنډ کرښط د کټارو لګولو کار د امنیت د ښه کېدو په هدف ترسره کیږي او ټینګار کوي چې پر پوله یو ښه تنظیم شوی امنیتي مېکانیزم د سولې او ثبات سره مرسته کوي.

د پاکستان پوځ په ډیورنډ کرښې د کټارو لګولو پیل په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي چې افغانستان پر ډیورنډ کرښې د کټارې لګولو او د تاسیساتو جوړولو مخالف دی.

افغان چارواکي تل ټینګار کوي، چې تر هغه دواړه هیوادونه پر ګډه پوله کومې هوکړې ته نه وي رسېدلی، پر دغه کرښه هیڅ کار کېدلی نه شي.

په دې وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښې له کبله د دواړو هېوادونو روابط نور هم خراب شوي.

تیره میاشت په سپین بولدک ولسوالی کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې په پایله کې یو شمیر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آزانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1tdyyw6djxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته