دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 125598
حامد کرزی: امریکا او د هغوي متحدین ونتوانیدل په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ کړي
حامد کرزی- هغه سړی دی، چې په ډیرو سختو شرایطو کې د ۲۰۰۱- ۲۰۰۴ کلونو کې چې د افغانستان د لنډ مهاله ادارې او تر ۲۰۱۴ ز- ل کال پوري د افغانستان ولسمشري ورپه غاړه وه، د RT ټلویزیونی کانال سره د مرکې پر مهال یادونه وکړه؛ چې په لومړیو وختونو کې اساسي دندې چې د تروریستانو ځپل وو، په چټکې سره تر سره کړي دي.

حامد کرزی- هغه سړی دی، چې په ډیرو سختو شرایطو کې د ۲۰۰۱- ۲۰۰۴ کلونو کې چې د افغانستان د لنډ مهاله ادارې او تر ۲۰۱۴ ز- ل کال پوري د افغانستان ولسمشري ورپه غاړه وه، د RT ټلویزیونی کانال سره د مرکې پر مهال یادونه وکړه؛ چې په لومړیو وختونو کې اساسي دندې چې د تروریستانو ځپل وو، په چټکې سره تر سره کړي دي.

نوموړی وویل:«مونږ تروریستان وشړل او ژوند آرام شو. دري څلور کاله ژوند خوندي وو. مونږ پرمختګ وکړ، ښوونځي پرانستل شول او اقتصاد په وده شو».

افغانانو ښې راتلونکې ته ډیر هیله لرله او ډیرې لاسته راوړنې هم لرلي خو حامد کرزي دا هم څرګنده کړه، چې د امنیت په ټینګښت او د تروریزم سره په مبارزه کې مونږ ونه توانیدو خپل بریالیتونه او لاسته راوړنې وساتو. نن کابل داخبره چې د تروریزم د زیات ګواښ سره مخ دی، منلې ده. پخوانی ولسمشر وویل؛ چې نن په افغانستان کې د سخت دریځۍ او تروریزم د ګواښ کچه د پخوا پر تله لوړه ده. ددې لپاره چې په بریالۍ توګه پر ضد یې ودریږو نو په کار ده، چې د مادي ملاتړ کوونکو پر ضد یې ګامونه پورته شي.

کرزي څرګنده کړه:«د تروریزم پر وړاندې مبارزه به تر هغو بريالۍ نه نشي تر څو په هغو سیمو کې چې د ترهګرو ځالې او د هغوي د ښوونې او روزنې اډې دي، مبارزه ونه شي. موږ ته په کار ده، چې د ترهګرو د انګيزې او د تمویل سرچینې له منځه ویسو. د امریکا او د هغوي د متحدينو د پاتې راتلو لامل دا وه، چې دوي د ترهګرو او سخت دریزو سره نه بلکه د افغانستان په کلیو کې چې ترهګري په کې شتون نه درلود، مبارزه کوله. امریکایانو د تروریستانو او سخت دریزو په اډو چې په پاکستان کې موجودې وي، بریدونه ونه کړل. د هغوی د انګیزوږ سره یې مبارزه ونه کړه، سره له دې چې د هغوی د مادي ملاتړ چینې یې پیژندلي خو دغه چینې یې بندي نه کړي، نو ځکه خو هم زمونږ هیواد غمیزه ګالي او که دې ته پاملرنه ونه شي نو په دې غمیزه کې به ښکیل وی».

د پخواني ولسمشر په وینا، په بریالې توګه د تروریزم سره د مبارزې په موخه باید چې د نړۍ مخکښ هیوادونه لکه روسیه، امریکا، هند او چین په ګډه کار وکړي.

https://avapress.com/vdcf1tdycw6d0ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته