دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 153290
اوچا:تیرو نهو کلونو پرتله سږکال افغانستان کې جګړې پنځه چنده زیاتې وې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره " اوچا" وايي په افغانستان کې جنګ جګړو زور اخیستی چې له امله یې دا هیواد د جګړې څخه د وتلو هیوادونو له ډلې وتلی او یو ځل بیا په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو په ډله کې شامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره " اوچا" د تیر اکتوبر د میاشتې په خپل رپوټ کې چې تیره ورځ یې خپور کړی وایي، یوازې د جولای له میاشتې د سپټمبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې په اوسط ډول هره ورځ تر اتیاو پورې نښتې او جنګ جګړې پیښې شوي دي، چې په تیرو شپږ کلونو کې په دغه هیواد کې ترټولو ډیرې ثبت شوې نښتې دي.

" اوچا" په دې رپوټ کې ویلي " د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ کال ستراتیژیکي ارزونې افغانستان د جګړې له حالته د وتلي هیواد له کچې په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو په کچه کې شامل کړی دی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دې رپوټ له مخې د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان کې ۱۲۹۰۰ نښتې ثبت شوي چې د ۲۰۰۸ کال پرتله پنځه ځله زیاتې دي..

" اوچا " وایي، افغانستان کې د جګړې پراخیدل چې په کابل کې یې د مذهبي تاوتریخوالی بڼه هم لرله د جګړې په دواړو خواو کې په زیات شمیر خلک ټپیان کړي دي.

د " اوچا" د دغه رپوټ پر اساس سږکال په افغانستان کې د دې ادارې روغتیايي همکارانو د ۶۹۰۰۰ ټروما پیښو د ثبت رپوټ ورکړی چې د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې پرتله په دغو پیښو کې ۲۱ فیصده زیاتوالی ښيي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1mdyxw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته