دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 143994
ارګ: په اعدام محکوم شوي زندانیان او تروریستان به اعدام شي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، هغه زندانیان او تروریستان به چې د اعدام حکم ورباندې شوی دی، اعدام کړي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد نن ازادي راډیوته وویل چې باید ستره محکمه ډېر ژر پردې موضوع کار وکړي او په اعدام د محکوم شویو زندانیانو لېست ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

نوموړی وايي:

"هغه زندانیان چې په اعدام محکوم شوي دي، ستره محکمه باید ژر تر ژره پر دې موضوع کار وکړي او د هغوی لیست د لاسلیک لپاره ولسمشر ته ولېږي."

په کابل کې د چهارشنبه ورځې ترخونړي برید وروسته ډیری افغانانو پر ټولنیزو رسنیو او هم د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ټینګار کړی چې د حقاني شبکې یو عمده غړی انس حقاني او د وسله‎والو مخالفینو هغه نورکسان چې اوس په زندان کې دي او په اعدام محکوم دي، باید دا حکم عملي شي.

که څه هم د پرونۍ پېښې مسؤلیت تراوسه چا نه‎دی منلی خو د افغانستان د ملي امنیت اداره باوري ده چې دا کار د حقاني شبکې د پاکستان په مرسته کړی دی.

په هغې پېښې کې شاوخوا نوي کسان وژل شوي او تر څلور سوه ډېر ټپیان دي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1mdyjw6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته