دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۱۴
د مطلب کود : 147396
امریکا په افغانستان کی؛ امنیت ته اقتصادی نظر

د سپین ماڼۍ یو ارشد مشاور د نیویارک تایمز ګزارش په تایید سره چی ترامپ د افغانستان معادن ته لیوالتیا لری وویل: په اوسنۍ وخت کی د امنیت او اقتصاد بحثونه سره نه سی بیلیدلای.

سبشین ګورکا؛ د دونالد ترامپ مرستیار معاون او د هغه ملی امنیت مشاورانو څخه وویل: په دی پوهیدو باندی چی آیا امریکا د افغانستان په جنګ کی به بریالی سی که نه باید دی پوښتنی ته ځواب ورکړل سی چی ولی افغانستان د امریکا لپاره ارزښت پیدا کړ او ملی ګټی چی واشنګتن د کابل سره وصل کړی دی، کومی دی.

سبسشن ګورکا دی پوښتنی ته په ځواب کی چی آیا ترامپ د افغانستان معادن ته لیوالتیا لری وویل: په دی اړه نه غواړی کوم څه ووایی خو زیاته کړه چی په اوسنۍ عصر کی نه سی کولای د اقتصاد بحث د ملی امنیت بحث څخه بیل کړی.

د سپین ماڼۍ دا ارشد مقام اظهارات په داسی حال کی بیانیږی چی د نیویارک تایمز ورځپاڼه په دی اخرو کی د افغانستان سرچینی او ځمکنیو معادنو ته د ترامپ لیوالتیا څخه خبر خپور کړی وو.

کارپوهان وایی چی هغه څه چی د نیویارک تایمز په ورځپاڼه کی راغلی دی او د ملی امنیت ټیم دا غړۍ له لوری هم تایید سوی دی، په افغانستان کی د امریکا نظامی ماموریت پردی ترشا ځینی واقعیتونو څخه پرده پورته کوی؛ د امریکا هغه ادعاوو په اساس چی میلیاردونه دالره لګښت یی کړی دی؛ خو دا افشاګری شکاره کوی چی دا ماموریت د تروریزم سره مبارزی څخه لوړ یو څه دی.

امریکا حتی افغانستان باندی برید مخکی امنیت مقولی ته اقتصادی نظر درلودی. عربی تیل لرونکی هیوادونو کی د امریکایی زرهاوو سرتیرو شتون هیڅ وخت د امریکا امنیتی اولویت یا لمړۍ توب کی نه وو. امریکا یواځی ددی لپاره په منځنۍ آسیا کی حضور لری چی نفتی سرچینی یی تاراج څخه یوسی او ددی لپاره، ښه بهانه، د سیمی فضا امنیتی کول او امنیتی بی پایه هراس افګنی باندی لمن وهل دی.

نوری نمونی، د امریکا نظامی حضور په ځینو هیوادونو کی لکه جنوبی کوریا، جاپان، او په تازګی سره په ختیځی اروپا کی دی.

په دی اساس، د امریکا تګلاره د ډیر وخت راهیسی امنیت ته اقتصادی نظر په اساس ولاړ وو. په واضح بیان سره، د امریکا لپاره هر وخت اقتصاد د امنیت څخه لمړیتوب درلودلی دی. امنیت هر وخت د امریکا اقتصادی ګټو او اهدافو په خدمت کی دی.

امریکا سربیره پردی چی په عربی هیوادونو کی نظامی حضور لری، په دی حال کی، په کال کی میلیاردونه دالره دی هیوادونو ته تسلیحات او جنګی څیزونه پلوری؛ سربیره پردی د هغه هیوادونو نفتی سرچینی هم تاراج باندی وړی.

دی تجاربو ته په توجه سره د نیویارک تایمز له لوری مطرح سوی ګزارش حقیقت او واقعیت سره یوشان دی.

په افغانستان کی امریکا د همغه سر څخه اقتصادی نظر درلودلی دی. معدنی او ځمکی لاندی سرچینی د هغه څیزونو څخه دی چی امریکا په افغانستان کی د نظامی حضور لپاره ترغیبوی او هڅوی یی.

بیله دی که په افغانستان کی د امریکا نظامی حضور یواځی تروریزم سره مبارزی او تروریستانو نفوذ څخه مخنیوی و امریکا خاوری ته، لپاره وبولو، نو باید لمړۍ د د امریکا خارجی سیاستونو استراتژیستونو او هوشیاری باندی شک وکړو؛ ځکه دا به عاقلانه خبره نه وی چی امریکا د خپل ملی امنیت تامین لپاره، د زرهاوو نظامی ځواکونو او میلیاردونو دالرو لګښت سره د زرهاوو مایلو څخه تیرسی او هلته لګښت وکړی او د هغه په وړاندی کوم څه لاس ته رانه وړی.

سربیره پردی چی افغانستان امریکا د ۱۶ کالو راهیسی نظامی حضور لری خو کوم لاسته راوړنه د تروریزم سره مبارزی په برخه کی نه دی درلودلی او په افغانستان کی جنګ ورځ په ورځ ډیریږی. که امریکا یواځنۍ مقصد د امریکا ملی امنیت ساتل وای، اوس به دا ماموریت پای ته رسیدلی وای؛ ځکه چی د امریکا نظامی ماموریت شروع څخه وضعیت ورځ په ورځ خراب سوی دی او تروریستان نور هم قدرتمنده سوی دی.

په دی حساب سره د تحلیلکوونکی په نظر، وامنیت ته اقتصادی نظر د ترامپ په وخت کی نور هم پیاوړۍ سو ی دی؛ ځکه چی د امریکا تاجر مسلک ولسمشر ټولو شیانو ته اقتصادی نظر لری او د افغانستان سرچینی هم د عربستان تیلو په شان ترامپ ته به ارزښت ولری.

https://avapress.com/vdcf1edyvw6djma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته