دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۴۸
د مطلب کود : 148296
د ولسوالیو پریښودنه او بیرته نیونه د کار چاره نه دی

 

 

د پکتیا ولایت جانی خیل ولسوالی سقوط وروسته د یو اونۍ په اوږدو کی، امنیتی ځواکونه یو ځل بیا د ولسوالیو د بیرته نیونی لپاره عملیاتونه شروع کړی دی. ځینی چارواکی د پکتیا په ولایت کی وایی چی د اسد میاشتی ۲۳ تاریخ دوشنبه په ورځ کماندو ځواکونو او خاص ځواکونه، د جانی خیل ولسوالی د بیرته نیولو عملیات شروع کړل.

 

په نتیجه کی، د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالی مرکز سقوط وروسته د طالبانو په واسطه، د دوشنبه په ورځ د ملی اردو ځواکونو هوایی بریدونو په نتیجه کی، د ۵۰ طالبانو څخه ډیر په دی ولسوالی کی وژل سوی دی.

دا خبری هغه خبری دی چی په میاشت او اونیو کی همداسی تکراریږی او د افغانستان خلګ ددی خبرونو سره په پوره توګه آشنا دی.

لوړ خبری د خلګو په غوږونو باندی دومره تکرار سوی دی چی اوس خلګ په اوریدو یی بی اعتنا دی او دا خبری ورته بی ارزښته سوی دی؛ چی په تکرار اوریدو کی یی هیڅ ګټه نه وینی.

خلګ پوهیږی چی داسی خبری نه لمړنی دی او نه به آخری وی او د دولت مریض پالیسی ته په کتو سره د تروریستانو په وړاندی، ددی خبرونو ډیر ډولونه ډیر ځلی تکراریږی او تکرار به سی او د طالبانو او دولتی ځواکونو ترمنځ د ولسوالی لاس په لاس کیدو زجر ورکوونکی خبری به همداسی ادامه ولری.

دا چی ولی د هیواد ولسوالی لاس په لاس کیږی او ددی امنیتی ناهنجاری عامل څه دی، ډیر بیل نظرونه شتون لری.

ځینی امنیتی-نظامی پوهان وایی چی د دولت بی توجهی، د سرتیرو جنګی ځواکونو روحیی کمزورتیا او د رهبری په سطحه کی فساد، د ولسوالیو د سقوط اصلی عاملو څخه دی.

د طالبانو په لاس د څو ولسوالیو سقوط وروسته، ځینی نظامی پوهان د ولسوالیو سقوط ډیریدو اصلی عامل د دولت بی توجهی، د سرتیرو جنګی روحیی کمزورتیا او امنیتی ځواکونو رهبری په سطحه کی دفساد شتون دی.

پوهان همدارنګه د سیمه ایز چارواکو ضعفتیا، داخلی اختلافاتو شتون، نظام باندی د سرتیرو بی باوری او د اربکانو خلګو خیزش ځواکونو په واسطه د پوستو معامله کیدل د ولسوالیو د سقوط نور عاملو څخه بولی.

دا پوهان دولت د سرتیرو په وړاندی په بی توجهی باندی تورنوی او وایی؛ دولت ددی پرځای چی امنیتی سرتیرو ته روحیه ورکړی، هغوی په وړاندی بی توجهی کوی. هغوی د بی توجهیو ډولونو ته په اشاری سره وایی، چی ځینی وختونه حتی د هغه سرتیرو جسدونه چی د جنګ په  میدان کی شهید سوی دی، د اونیو لپاره په میدان کی پاتیږی؛ په داسی حال کی چی دولت د هغوی جسدونو لیږدولو کی بی توجه دی.

دا بی توجهی له یوی خوا د سرتیرو جنګی روحیه کمزوری کوی او له بل لوری هغوی د نظام په وړاندی بی باوره کوی.

ددی پوهانو د خبرو په اساس، سربیره پردی چی امنیتی ځواکونه او سرتیری په ورځ کی لسګونه قربانی ورکوی؛ خو د دولت د بی مهری سره مخامخیږی او پر وخت باندی نظامی تسلیحات یی په اختیار کی قرار نه نیسی. حال دا چی پر دشمن باندی غلبه کیدنه یو انګیزه دی او هغه وخت د امنیتی ځواکونو او سرتیرو جنګی روحیه ډیریږی چی یو قوی اداری شتون ولری او سرتیری د نظام راتلونکی باندی باوری وی.

خو د هیواد نظامی مسایلو نور کارپوهان د جنګ (چریکی) کیدل او د امنیتی ځواکونو کمبود د ولسوالیو د سقوط اصلی لامل بولی او په دی باور دی چی شورشیان د جنګ په چریکی کولوسره، د دولت فکر خرابوی او ولسوالی یو په بل پسی په آسانه توګه د دولت کنترول څخه خارجوی.

دا پوهان سربیره پردی چی د امنیتی ځواکونو رهبری په سطحه کی فساد شتون تاییدوی، خو د امنیتی سرتیرو روحیه کمتیا ردوی او وایی چی د درانده تلفاتو سربیره، د هیواد سرتیری اوس هم متعهد دی او قهرمانانه جنګیږی.

خو په دی منځ کی د هیواد امنیتی مسئولین د ولسوالیو سقوط موقت بللو سره وایی چی په هیواد کی د جنګ ډیریدو له عمله، ځینی ولسوالی په موقتی توګه د طالبانو په لاس سقوط کوی.

خو دا چی حقیقت څه ده او د ولسوالیو یو په پل پسی د سقوط لاملونه څه دی، خو داسی انګیړل کیږی چی د نظام دننه ځینی لاسونه کار کوی چی د جنګ په ډګر کی د هیواد خلګو برخلیک په دومره آسانی سره مشخص نه سی.

ددی ادعا دلیل هم دادی چی هغه وخت چی امنیتی ځواکونه د ولسوالیو بیرته نیولو اراده کوی، په لږ وخت کی په آسانی سره طالبان شاته تګ ورکوی او سیمه تر کنترول لاندی نیسی.

اوس پوښتنه داده چی که د طالبانو په وړاندی سهل او مماشات په اساس طرحه او پلان شتونه نه لری، نو څنګه اردو ځواکونه په یو یا دوه بریدونو سره طالبان د سیمی څخه باسی او تر نظر وړ سیمو څخه یی لیری کوی؟!

د همدی لپاره هم دی چی ویل کیږی دا چلند ددی سربیره چی د دشمن په ګټه او افغانستان خلګوپه زیان کی دی، د کار چاره هم نه دی؛ ځکه چی خپله عمل په هیواد کی د جنګ ادامه اصلی لامل دی او د افغانستان برخلیک د ډیرو کلونو لپاره په جنګ او ناامنیو کی قرار ورکوی.

https://avapress.com/vdcf1cdyvw6dj0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته