دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 82819
دامام رضا علیه السلام دشهادت کلیزه
دصفرې دمیاشتې وروستۍ نیټه داسلام دګران پیغمبر دیوه لمسی او دامامت دلړۍ داتم ځلانده ستوري حضرت امام رضا علیه السلام دشهادت له کلیزې سره برابره ده ، هغه بزرګوار دخپل وخت په علم اوتقوا کې بې ساری ؤ،البته دنورو امامانو په شان دواکمنانو دظلم او کړاؤ په تنګڅې او د نالایقواو بې پرواخلکوپه بې توجهۍکې د وریځوترشا کې د یوه ځلانده لمر په څير ځلید. او له وخته مخکې پریوت
دوستانو ددغه پاک امام دشهادت په مناسبت یوځل بیادتسلیَت په ویلو سره په اوسني پروګرام کې دعباسی خلیفه مامون دولایت عهدۍ دمنلو لپاره دهغه بزرګوارځیني دلیلونه درته وړاندې کوواوهیله ده چې دپام وړمو ورګرځي .
یوه هغه پوښتنه چې تل دحضرت امام رضا په باب مطرح کیږي داده چې ولې هغه دعباسی واکمن مامون په څیر دستمګر واکمن ولایت عهدۍمنلو ته حاضر شو .؟
ددغې پوښتنې په ځواب کې بایددې ټکی ته توجه وشي چې مامون ولې امام رضاته دخلافت او ولایت عهدۍ وړاندیز وکړ؟ آیا دا وړاندیز واقعي ا و جدي ؤ یا یو سیاسی چلول ؤ چې مامون ورځیني دخپل حکومت دبنسټونو دپیاوړتیا لپاره استفاده وکړه ؟
مامون چې دخلافت له لاسه ورکولو دخطرې په خاطر ئې خپل ورور امین وواژه ،او نور په زرګونوخلک ئې په وینوکې لیت پیت کړل ، څرنګه حاضر ؤ چې دامام رضاپه څيرلوي شخصیت چې یو ډول ئې سیال بالهّ خپل ولی عهد کړي ؟ دپيښې دحقیقت ددرک کولولپاره ،دولایت عهدۍ له وړاندیز څخه د مامون موخه دهغه له خپلې خولې آورو
کله چې مامون په رسمي توګه امام رضا علیه السلام ته دولایت عهدۍ وړاندیز وکړ،نوډيروعباسیانومامون ورټه او وې ویل ولې غواړې چې دخلافت لوي ویاړ دبنی عباسو له کورنۍ وباسې او دعلی کورنۍ ته ئې بیرته ورګرځوې ؟ په دغه کار سره پخپله دعلی بن موضا مقام لوړوې او خپل مقام نوره ټيټوې ؟
مامون چې ډير چالاک او دوکه باز سیاستوال ؤ،دهغوي په ځوا ب کې وویل ، ددغه کار لپاره ډيردلیلونه لرم ، حکومت ته دهغه (امام رضا)له ورګډولو سره هغه مجبوره دی چې دما په حکومت او خلافت اعتراف وکړي . په دغه عمل سره له هغه خپل مینه وال مخ اړوي او باور کوي،هغه هماغه شان چې ادعا ئې کوله ،نه دی . بل دلیل داچې ویریدم که علی بن موسی پخپل حال پریږدم ،نو دماپه کارونوکې خنډونه اچوي چې بیائې مخه نشم نیولی . پر دې اساس باید د هغه په هکله لټي ونکړم ،په دې دلیل باید ورو ورو دهغه شخصیت او عظمنت راټيټ کړم ، څو هغه دخلکو په وړاندې داسې کړم چې د هغوي له نظره دخلافت وړتیا ونه لري .... البته نور ګمان نه کوم له دې وروسته چې علی بن موسی خپل والی عهد کړم ، نو بیا دابوطالب له کورنۍ ویریږم .:

حضرت امارضاعلیه السلام دمامون په نقشې ښه خبر ؤ او پوهیدچې هغه ماته دخپل حکومت دبنسټونودپیاوړتیا لپاره دولی عهدۍ وړاندیز کړی دی . خودامام بزرګوار له خوا ددغه دوکه باز وړاندیز منل څو میاشتې وخت واخست، تردې چې امام بزرګوار ئې وګواښه او هغه ئې په زور او اجباري توګه دغه وړاندیز منلو ته اړباسه. امام رضا علیه السلام دمامون د نقشې دشنډولو لپاره په مرؤ کې دمامون مرکز ته له مدینې دخپل خوځښت په وخت داسې وینا وکړه اوداسې اقدام ئې وکړ چې ټول متوجه شول مامون په ناوړه نیَت سره هغه بزرګوارله خپل وطنه لیرې کوي اوامام بزرګوارهم په خپګان سره په دغه سفر روانیږی. حضرت امام رضا علیه السلام دخپل نیکه حضرت محمدمصطفی (ص)له سپيڅلی حرم سره دخداي په آمانۍ او همداراز له مدینې دوتلو په وخت له خپلې کورنۍ سره په وروستۍ کتنې او خداي په آمانۍکې او دغه راز دکعبې دطواف په وخت چې دخداي په آمانۍ لپاره ئې ترسره کاوه ، په خپلوخبرو،چلند او ددعا په ژبه اواوښکو سره ئې پرټولوثابته کړه چې دغه سفر دهغه دمرګ سفر دی چې په ا حترام سره او د ولایت عهدۍ په پوښښ کې ترسره کیږي .

دوستانو له دغه سفرپیلیدا وروسته امام رضا علیه السلام له هرفرصته د ولی عهدۍ دوړاندیز اجباری کیدادټولوخلکو غوږونو ته رسوله او تل ئې فرمایل،زه په قتل ګواښل شوی یم څو والی عهدي ومنم . ددې په ترڅ کې چې د هغه بزرګواردولی عهدۍدمنلوشرطونه هم داوو چې چا ته کوم حکم نه ورکوي، دیوه امر مخنیوي به هم نه کوي ،اوحکومتی مفتي اوقاضي به هم نه جوړیږي اوڅوک به له خپل مقامه نه لیرې کوي اونه به ئې ګماري او یو شی به هم نه بدلوي یعني هیڅه سره کارنه لري .په دې توګه امام رضا علیه السلام خپل ځان دمامون دحکومت په خلاف له هرډول اقداماتو او کارونو بچ کړ .

له بلې خوا دولی عهدۍلپاره دامام بزرګوارشرطونه دهغه داعتراضونو ښودنه کوله ،ځکه روښانه ده څوک چې له ټولو مسئولیتونو څنګةکیږي ، نو بیا دحکومت دوست او پلوی نشي کیدلی . مامون هم داموضوع په ښه ډول درک کړې اوداحس ئې درلود،نوځکه ئې په ځلونوهڅه کوله څوامام بزرګواردخپل وړاندینۍ ژمنتیا په اپوټه حکومتي کارونو ته وکاږي ، او له هغه دجنجالونو اوشخړو دغلی کولو لپاره پخپله ګټه استفاده وکړي ،خو امام بزرګوار دولی عهدۍدشرط منل وریادول .
مامون یو ځل له امام بزګواره وغوښتل خپلو هغو دوستانو ته چې په مبارزې کې ئې پرمامون کارسخت کړی ؤ ، یولیک ولیږي اوهغوي آرامښت او کراري ته وبولي ،امام بزرګوار وفرامایل،ما شرط وړاندې کړی ؤ چې په چاروکې ګوتې نه وهم ،او له هغې ورځې چې ولایت عهدي مې منلې ده خپل یو شی مې هم زیات کړی نه دی .
یوه بله ډيره مهمه اوجالبه بیلګه دروژې دمبارې میاشتې دلمانځه اداکولوپيښه ده .مامون په دې پلمه چې خلک د امام قدر وپيژني او د هغوي زړونه آرام کړي ،امام رضا ته ئې داختر دلمانځه دامامت کولو بلنه ورکړه،امام بزرګوار په پیل کې ونه منله ،خو له دې وروسته چې مامون ډيره ټینګتیا کوله ،امام بزرګوار داپه دغه شرط ومنله چې لمونځ دپیغمبر اکرم او دامیرالمومنین علی علیهم السلام په رودې سره ادا کړي ، مامون هم په ځواب کې وویل ، ته ټول اختیار لرې هرڅرنګه چې وغواړې لمونځ ادا کړه .: حضرت امام رضا علیه السلام هم داسلام دګران پیغمبر په څير په لوڅو پښو( پښې ابله )اوکوتک په لاس کې له کوره راووت. کله لښکریانو او مشرانو ولیدل چې امام رضا په تواضع او ابله پښو سره له کوره بهرراووت ، له خپلو اسونو کوز شول او او خپل بوټان ئې وباسل او په ابله پښوسره ئې له امام بزرګوارسره حرکت پیل کړ . امام بزرګوار له هرو لسو ګامونو وروسته درید او درې تکبیره ئې وییل ،نو مځکه او آسمان به دهغه له تکبیر سره غږمله کیدل او دتکبیر آنګازې به خوریدې . مامون دامام بزرګوار دلمانځه له پرتم او ولولې په وحشت کې شو او دامام له لمانځه اداکیدائې مخه ونیوله او په دې توګه پخپله رسوا شو .
= البته دامام رضا له ولی عهدۍ ئې په ډير ې چالاکۍ سره استفاده وکړه . امام بزرګوار ددغه منصب په منلو سره داسې حرکت وکړ چې داهل بیت علیهم السلام دژوند په تاریخ کې بې ساری ؤ . هغه بزرګوار دپيغمبر اکرم اهل بیتوپه یوسل پنځوسو کلونوکې په پټه او تنهائۍکې له خپلونزدو ملګروسره نه وې کړې،دټولوغوږونوته ورسولې.مامون له فقیهانو، متکلمانو،دحدیثولرونکواو نوروپوهانو ته دعلمي مناظرو د بلنې او د علمی غونډو په جوړولو سره هڅه وکړه څو ځان دعلم یو مینه وال وبریښوي، خودهغه اصلی موخه داوه چې ممکنه ده له امام رضایوه داسې مشکله موضوع اومسئله وپوښتل شي چې هغه ئې په ځواب کې بې وسه شي ، او په دې توګه هغه بزرګوار بې باوره شي ، خو دغو غونډو اومناظرو هم اپوټه نتیجه ورکوله او دټولو لپاره ثابته شوه چې امام رضا دهغه علم او فضیلت په اساس چې لري ئې ، دخلافت لپاره له ټولو غوره او وړ کس دی . داسلام دګران پيغمبراهل بیت علیهم السلام چې له اویاکالونوراهسې له ممبرونوڅخه پرې بدردویل کیدل په پرله پسې کلونو کې چا دا جراءت نه درلود،دهغوي فضایل بیان کړي ،دامام رضا په وخت کې په عظمت اونیکۍ سره یاد شول . امام بزرګواردولی عهدۍ په منلو سره ډيرخلک چې له اهل بیتو سره بلد نه ؤ او احیانا ئې په زړونو کې ورسره دښمني درلوده ، دلوړو شخصیتونوپه توګه اوپه ستاینې سره ئې ورسره آشنا کړل اوډيرو هغو شعرونوچې دولي عهدۍ په مناسبت دهغه بزرګوار په مدح کې ویل شول، د مینې اوبلدیتا او دوستۍ ښودونه ئې کوله . دمثال په توګه دعبل دحکومت یو مخالف او تنده لهجه لرونکی او کلک شاعر ؤ چې دیوه خلیفه او وزیر په وړاندې ئې نرمښت نه ؤ ښودلی . په همدې دلیل تل دحکومتی ادارو له خوا ترتعقیب لاندې ؤ او ترکلونوپورې دښارونو او آبادیو ترمینځ سرګردان او فراري ؤ .خو دعبل شاعر وتوانید دامام رضاحضورته ځان ورسوي او داموي او عباسی ناحقه حکومتونو په ضددشاعرۍ خپله خورامشهوره او بې بدیله روده وړاندې کړي . د دعبل شعرونه په ډير لنډ وخت کې ټولې اسلامی نړۍ ته ورسیدل،په دې توګه چې دهغه له ستنیدامخکې دهغه ښارته هم رسیدلي وو اوخلکوبیاحفظ کړي هم وو .همدغې موضوع دامام رضا علیه السلام د لوي بریالیتوب ښودنه کوله .
دوستانو عباسي خلیفه مامون چې دخپل حکومت دساتلو لپاره ئې امام رضاعلیه السلام له مدینې مرؤ ته بوتلی ؤ،کله دهغه بزرګوارحکیمانه چلنداو دهغه دمحبوبیت زیاتیدا ئې ولیدله ،نو پوه شو چې ماته ئې خوړلې ده،پر دې اساس دځپلې دغې لوئې ماتې په جبرانولوپسې شو. د عباسیانو لړۍدغه خلیفه فیصله وکړه حضرت امام رضاپه بشپړ ډول په پټه یو ډل له لارې وغړوي څو دهغه دحکومت لپاره نوی مشکل رامینځة نشي . نو ّّځکه د حضرت امام رضا علیه السلام په مسموم کولو سره خپلې سپیرې موخې ته ورسید.حضرت امام رضا علیه السلام د ۲۰۳قمری کال دصفرې دمیاشتې په وروستۍورځې دمامون له خوا دزهر دورکولو له امله دحق لارې ته لبیک ووایه او له خپلو پاکونیکونو سره یو ځاي شو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1cdc.w6d0yaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته