دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 97859
په بلخ ولایت کې یو پلارخپله اته کلنه لور د بې وزلۍ له امله د یولک او لس زره افغانیو په بدل کې یو ۱۲ کلن هلک ته نکاح کړه.
د اته کلنې نجلۍ مینې پلار ازادۍ راډیو ته وویل، چې خپله لور یې د کمزوري اقتصاد له امله سردار نومې هلک ته ور په نکاح کړه.
دغه نجلۍ د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسیدونکې ده.
په ورته وخت کې په شمال کې د بشري حقونو دفتر مشر سید محمد سامع یاده مساله د هېواد د مدني قانون او د ولسمشرحامد کرزي د فرمان خلاف کار بولي.
د افغانستان په مدني قانون کې د نجونو لپاره د واده کولو قانوني عمر ۱۶ کاله او د هلکانو لپاره ۱۸ کاله په نظرکې نیول شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1cd1.w6detaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته