په دغې پېښه کې د ولایتي شورا د دغه غړي یو ساتونکی هم وژل شوی او یو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی. د دغه برید عاملان تراوسه نیول شوي نه دي.
د هرات ځايي چارواکو نن (سېشنبې د لړم په ۱۶ مه) ویلي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی محمد فاضل عفیف جمشیدي نن له غرمې وروسته د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.
چارواکو ویلي دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې هغه د خپل کور په لور روان وه او د هرات د امام فخر رازي په واټ کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
په دغې پېښه کې د ولایتي شورا د دغه غړي یو ساتونکی هم وژل شوی او یو بل ساتونکی یې ټپي شوی دی.
د هرات د والي ویاند د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې تراوسه د دغه برید عاملان پېژندل شوي نه دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)