دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 151625
غني وسله والو ته: په ډاکه وایم چې افغانستان په خپله غېږ کې زرګونه نور عبدیاني روزلي

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پکتیا د امنیه قومندان مل پاسوال توریالي عبدیاني تابوت ته چې پرون د یاد ولايت پر امنيه قومندانۍ د ترورستي بريد له امله په شهادت ورسېد، درناوی وکړ.

شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته د جمهور رئیس د تلو پرمهال د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور یوشمېر مسوولینو او د علماو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د هغه ملتیا کوله، د شهید مل پاسوال توریالي عبدیاني روح ته د دعا ترڅنګ یې د شهید تابوت تر مخصوص ځایه پر خپلو اوږو ولېږداوه.

ولسمشر غني په دغو مراسمو کې وسله والو ته هم پیام ورکړ او وي ویل چې د افغانستان دښمنانو ته واضح وایم، دغه هېواد په خپله غېږ کې زرګونه نور عبدیاني روزلي، نو په سپکه سترګه مه ورته ګورئ.

غني زیاته کړه چې افغانان سوله غواړو او د سولې لاس غځوو، که تاسې دا ډول فاجعې تکراروئ د افغانستان ولس، علمای کرام او د وسلوالو ځواکونو منسوبین به په یوه کتار کې ستاسې پر وړاندې ودرېږي.

جمهوررئیس د شهید مل پاسوال توریالي عبدیاني د تابوت له پورته کولو دمخه د شهید عبدیاني او د هېواد د پولیسو د منسوبینو کورنیو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د پرونیو ترورریستي پېښو د ټولو شهیدانو روح ته د دعا پرمهال وویل: نن د هېواد د یو زړه ور بچي د شهادت شاهدان یوو چې په هر قدم کې یې خپل عزت، ویاړ او حیثیت وساته.

غني همدارنګه د کورنیو چارو وزیر ته لارښونه وکړه، چې د شهید عبدیاني د ترفیع او د هغه کورنۍ ته د یو اپارتمان ورکولو وړاندیز جوړ او د منظورۍ لپاره یې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

تیره ورځ د پکتیا پر امنیه قومندانۍ برید کې د دغه ولایت امنیه قومندان په ګډون څلویښت تنه ووژل شو او نږدي یو سلو شپيته تنه نور ټپان شوي. په دغه نښته کې چې پنځه ساعته یې دوام وکړ ټول برید ګر ووژل شو.

طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستې.

له بل لورې بیا طالبانو تیره شپه په ډله ایز ډول د غزني ولایت د ولسوالیو په ودانۍ او امنیه قومندانۍ برید وکړ.

د غزني والي په وینا د دغه برید په پایله کې پنځلس پولیس وژل شوي او د انډرو ولسوالۍ امنیه قومندان په ګډون څلورویشت پولیس نور ټپیان شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0ydytw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته