دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 136721
د افغانستان د تروریستی حملو عاملین په پاکستان کی شپی او ورځی تیروی
رئیس جمهور غنی په یو تلفنی اړیکه کی د جنرال قمر جاوید باجوه، د پاکستان لوی درستیز ته وویل: د افغانستان د تروریستی حملو عاملین په پاکستان کی شپی او ورځی تیروی.
د افغان غږ خبری آژانس (آژانس) په خبرګزاری سره، جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان لوی درستیز، تیره شپه د یو تلفنی اړیکی په جریان کی د اشرف غنی سره، د سه شنبی تروریستی حملی چی په کابل، قندهار او هلمند کی ترسره سو په شدیدو الفاظو محکوم کړ او رئیس جمهور او افغانستان خلګو ته تسلیت وویل.

د ریاست جمهوری د ارګ د خبرنامی په اساس، رئیس جمهور غنی د پاکستان د لوی درستیز څخه مننه کړی او ویلی دی: ددی تروریستی حملو عاملین چی دهغه مسئولیت یی قبول کړی دی، په پاکستان کی ژوند تیروی، په هغه ځای کی په آزاده توګه فعالیت او استخداموی او تر اوسه د هغوی په وړاندی کوم اقدام صورت نه دی نیولی.

رئیس جمهور غنی په دی بیان سره چی د افغانستان دولت ددی تروریستی حملو د عاملینو څخه د انتقام په خاطر قوی غوښتنه لری، وویل چی موږ د خپل هیواد د امنیت د تامین لپاره کامل آمادګی لرو.

هغه وویل چی تروریسم او افراطیت د منطقی او نړی لپاره تهدید دی او ټینګار یی کړی دی چی ددی مشترک تهدید سره د مبارزی اراده نه درلودل، خپله د پاکستان او منطقی لپاره ډیر خطر لری.

جنرال باجوه هم په دی تلفنی اړیکه کی وویل چی هیواد یی د افغانستان د امنیت او ثبات تامین لپاره د مرستی محکمه اراده او غوښتنه لری.

د ارګ د خبرپاڼی په اساس، جنرال باجوه د پاکستان د تیرو عملونو ته په اشاری سره؛ د هغه د نه تکراریدو لپاره قوی وعده کړی دی.

ښاغلی غنی هم وویل زموږ مقصد راتلونکی دی او دهغه لپاره باید هر جانبه مذاکری ترسره سی، ځکه د ۲۰۱۶ کال تکرار د افغانستان دولت او خلګو لپاره د قبول وړ نه دی
https://avapress.com/vdcf0vdyyw6dmea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته