دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 143624
چین له افغانستان خپلې نظامي مرستې زیاتوي

د چین حکومت چارواکي له افغان چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې له پروسې  سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې لیکلي، چې ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د روسیې په فدارتیف جمهوریت کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو د اتم کلني کنفرانس په یوه بله برخه کې د چین ولسي جمهوریت د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي مینک سره هر اړخیزه ناسته وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د چین د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ، چې په سیمه او افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه به له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې او ملاتړ زیات کړي.

د خپرپاڼې په وینا، ښاغلي مینک د لیدنې پرمهال وویل، چې د سولې د تامین او له ترهګرو سره د مبارزې په لاره کې د سیمه ییزې اجماع اړتیا محسوسه شوې او باور لري، چې د سیمې هېوادونه به د مشترکو اقداماتو په ترڅ کې له سیمې څخه د ترهګرۍ شومه پدیده له منځه یوسي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0mdyjw6djva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته