دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 124526
ملګرو ملتو د نندارتون لپاره د اسرائیلو غوښتنه رد کړه
ملګرو ملتو په نیویارک کښې د دغه سازمان په مرکز کښې د اسرائیلی نندارتون د جوړولو په هکله د صهیونیسټی رژیم له وړاندیز سره مخالفت وکړ.

ټاکل شوې وه چې نن دوشنبه په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په دفتر کښې اسرائیلی نندارتون جوړ شی او د اسرائیل په موضوع سره یولړ تصویرونه او پوسټرونه د عامه خلکو نندارې ته وړاندې شی خو ملګرو ملتو دغه وړاندیز ونه منه.

دې کار په ملګرو ملتو کښې د اسرائیلو د استازی دانی دانون قهر راوپاروه او ویې ویل چې د ملګرو ملتو دې کار د اسرائیلو شتون او موجودیت له خطر سره مخ کړی دی.

صهیونیسټی رژیم نیت درلود چې ددې نندارتون له لارې د انځورونو او پوسټرونو په ښودلو سره پخپل ګمان قدس د اسرائیلو پلازمینه معرفی کړی.

 
سرچينه : ایرنا
https://avapress.com/vdcf0jdyvw6d0ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته