د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
د پروان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس، انجینیر محمدامین حیدري نن سهار(یکشنبې د سلواغې۱۷مه) طلوعنیوز ته وویل، واورې د سیاهګرد ولسوالۍ په شاهيخېلو او د سره پارسا په فاضل سیمو کې راښویدلې او د قربانیانو ۷ تنه د یوې کورنۍ غړي دي.
دی وړاندې وايي چې په دې پېښه کې څو کورونه او یو جومات هم روان شوی دی.
ښاغلی حیدري زیاتوي، ښايي د واورو ښویدنو له امله نور زیانونه هم واوړي، خو د مرستو هڅې روانې دي.
د پروان د والي ویاند، وحیدصدیقي د وژل شویو او ژوبلو په اړه د ورکړل شویو شمېرو له تائید سره زیاتوي، زیانمو سیمو ته د مرستو رسوونې په موخه ولایت مقام کې بېړنۍ ناسته شوې ده.