دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 117326
جمهور رئیس غني: د هېواد امنیتي او ملکي چارې وارزولې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن سهار جمهوري ریاست د ارګ د توحید له ملي مرکز څخه د کندز، بدخشان، بغلان، تخار او فاریاب ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله د اپراتیفي ګروپونو قوماندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې ویډیو کنفرانس کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان د خپل زون د اوو ولایاتونو د امنیتي وضعیت په هکله د هېواد جمهور رئیس ته خپل راپور وړاندې کړ.

ورپسې د ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، پنجشیر او پروان ولایتونو والیانو د خپلو اړوندو ولایتونو د امنیتي وضعیت، ملکي چارو، ستونزو او تهدیدونو په اړه راپورونه وړاندې کړل.

جمهور رئیس د راپورونو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، د ځینو امنیتي مسایلو په هکله دې د ملي امنیت شورا بحث وکړي.

جمهور رئیس د شهیدانو د کورنیو د پالنې او د ټپیانو د درملنې په موخه د هېواد دامنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو او قوماندانانو ته لارښوونه وکړه، چې د وروستیو پېښو او عملیاتو د ټولو شهیدانو او ټپیانو دقیق لېست ترتیب او جمهوري ریاست ته دې وسپاري.

جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې او سرښندنې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبین چې له دښمن سره د مبارزې او د هېواد د دفاع په لاره کې یې خپله زړورتیا او شهامت ښودلی دی، هغوی دې تقدیر شي.

محمداشرف غني همدارنګه د بې ځایه شویو کورنیو په هکله سکتوري وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو امکاناتو مطابق له هغوی سره مرستې وکړي او نړیوالې مرستندویه ادارې دې هم له هغوی سره مرستې کولو ته وهڅوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0edyvw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته