دننګرهار ولایت مومندرې، دوربابا او روداتو ولسواليو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د پنځوس ميليونه افعانيو په ارزښت د سړک جوړونې او اوبو رسونې بېلابېلې پروژې پيلېږي.
په يادو پروژو کې د مومنددرې ولسوالۍ د يو سړک جغل اندازي او په دوربابا او روداتو کې د اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړول شامل دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره د زمري په ١٨مه له پژواک نه په را استول شوې خبرپاڼه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس مجیب الرحمن ضیاء له قوله راغلي چې د مومنددرې ولسوالۍ لپاره ياد سړک به د اووه دېرش میلیونه څلورسوه شپږ اتیا زره افغانیو په مالي لګښت د قرارداد له مخې د لسو کلیوالي شوراګانو په همکارۍ جوړ شي .
هغه زیاته کړه، ياد سړک به د درېیو میاشتو په موده کې جوړ شي او کلیوالي شوراګانې دنده لري چې د قرارداد له مخې چارې ترسره کړي .
د یو بل خبر له مخې، له کلیوالي پرمختیایي شوراګانو سره د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په دوربابا او روداتو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د پنځو شبکو قراردادونه لاسلیک شول.
د کليو پراختيا رييس په دې اړه وويل چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر له منظورۍ وروسته به د دغو پروژو عملي چارې پیل شي او په بشپړېدو سره به ترې ۱۴زره کورنۍ ګټه واخلي.