دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 138620
امنیتي بنسټونو په هلمند کې د عملیاتي مسوول قهرمان خبرې رد کړې
کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په هلمند ولایت کې د عملیاتي مسوول قهرمان خبرې رد کړې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په هلمند ولایت کې عملیاتي مسوول عبدالجبار قهرمان ویلي وه، چې لوړ پوړي سیمه ییز او مرکزي چارواکي د هلمند د جګړې په دوام کې ګټې لري.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ښاغلي قهرمان څخه وغوښتل، چې اسناد وړاندې کړي؛ خو نوموړی پر خپل دریځ ولاړ دی او وایي، چې سند ته اړتیا نشته، بلکې د دې چارواکو شتمني او زغروال موتر ښیي، چې د هلمند د جګړې د دوام له امله یې څومره ګټه کړې ده.
د عبدالجبار قهرمان اطلاعات ښیي، چې ځینې دولتي چارواکي په قراردادي پیسو، د سون توکو او د وسلو او مهماتو په پلور کې هم لاس لري او د سلګونه خیالي سرتېرو معاشونه هم د هغوی جیبونو ته ځي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، هره ستونزه باید له امنیتي بنسټونو سره یاده او اسناد وروړاندې شي، چې د حل لار یې ولټول شي که نه؛ نو د اصلاحاتو په وړاندې ستونزې پیدا کوي.
هلمند سختې جګړې تېرې کړي او باور دی، چې که د مافیا لاس لنډ شي، ښایي د جګړې شدت هم را کم شي.
https://avapress.com/vdcf0cdyxw6dmva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته