دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 139728
افغان وژنه د وخت تیرولو په مقصد!
یو رسنۍ رپورت ورکړی دی چی جرمی مورلوک امریکایی سرتیری د قاتلینو په ډله کی خپل غړیتوب باندی اعتراف کړی دی. جرمی د محکمی د قاضی د پوښتنی په ځواب کی وویل: زموږ برنامه د خلګو په قتل رسول وو. ددی ډلی غړی، افغان غیری نظامیان د وخت تیرولو لپاره په قتل رسول.
ددی قضیی تورن زیاته کړه: دا جرمونه د وخت په اوږدو کی د جنوری میاشت څخه تر ۲۰۱۶ مه پوری صورت نیولی دی او د کلوین ګیبس افسر په واسطه طرحه او هماهنګ سوی وو.
هغه بیلابیل پیچلی سناریویی پیشنهادولی. غیری نظامی منطقی د هدف په عنوان ټاکل کیدل او د خلګو د وژلو وروسته باید مو داسی شکاره کړی وای چی دا وژنی د تروریستانو له خوا ترسره سوی دی.
مورلوک د دری تنو په قتل باندی اعتراف وکړ او ددی احتمال سته چی د ۲۴ کالو په حبس باندی محکوم سی او د همکاری لپاره چی تحقیقاتو ته د رسیدو لپاره ترسره کړه، هغه ته د اوو کالو وروسته د مشروط آزادی حق به ورکړل سی. په دی وژنو کی څلور تنه شریک وو.
د ګاردین ګزارش په اساس، ځینی سرتیری خپل قربانیانو بدن غړی د سوغات او تحفی په عنوان د ځان سره وړی دی او د وژل سوو جسدونو سره به یی یادګاری عکسونه اخیستل چی دا عکسونه ځینی غربی رسنۍ خپور کړی دی.
افغانستان د غربی ځواکونو د شتون وروسته په دی هیواد کی د بیلابیلو بحرانو او مشکلاتو سره مخ سوی دی او ددی هیواد بی وزله او فقیر خلګ تریخ ژوند تیروی. حقیقت دادی چی ددی هیواد خلګ د هر خوا څخه تر برید او هجمی لاندی قرار نیسی او له منځه ځی.
ملګری او دشمن په دی تاریکه کور کی مشخص او معلوم نه دی او داسی معلومیږی چی ددی ځمکی خلګ په اصل او اساس کی کوم ملګری نه لری؛ خو داسی دولتونه او قسم خوړلی دشمنان هم سته چی ددی خلګو وینی ته تږی دی.
داسی لیدل کیږی چی تر ټولو ګناه کاره خلګ په دی ځمکه کی هغه څوک دی چی هیڅ ګناه ونه لری او هغه، هغه کسان دی چی بیله افغانیت او افغان رعیت پاته کیدو څخه بل ګناه نه لری. همدا معمولی او عاجز او بی غرضه خلګ دی چی هر ډله او باند هغوی زوروی او تر اذیت لاندی قرار ورکوی؛ طالبان همدا خلګ وژنی؛ اردو او پولیس ځینی وختونه په خطا سره هم همدا خلګ بمباران کوی؛ پاکستانیان د همدی خلګو کورونه په توپ او راکت باندی ولی او په نتیجه کی امریکایان او غربی ملاتړ کوونکی هم داخلګ قتل عام کوی او د هغوی بی روحه جسدونو سره یادګاری عکس په اخیستو سره د همدی بی روحه جسدونو غړي د سوغات او تحفی په شکل خپل هیواد ته وړی!
د لوړ خبرخپریدل دومره زجرورکوونکی دی چی د هر انسان روح او روان که افغان هم نه وی، په سیخ باندی کاږی.
هغه هیوادونه چی حداقل په ظاهر توګه د افغانسان خلګو او دولت سره مرسته کولو ته حضور پیدا کړی، د هغوی افسران او عساکر د افغانانو په وړاندی په جنایتونو باندی لاس پوری کوی چی حتی ددی دولت او ملت قسم خوړلی دشمنان هم تر اوسه پوری داسی هولناک او دهشت منځته راوړونکی جنایتونو باندی لاس نه دی پوری کړی.
حقیقت دادی چی نن د افغانستان خلګ پاته دی او نه پوهیږی چی د کوم کسانو شکایت و چا ته وکړی؛ ځکه چی هر لوری ته چی مخ ګرځوی، د تیر او دشنه او تبر سره مخامخیږی؛ داسی فکر کیږی چی داسی خراب خوب وینی چی د څلور لوری څخه کابوس احاطه کړی دی او کوم لاره د مرګ او تباهی څخه نه لری خو مرګ او تباهی لوری ته!.
که څه هم د افغانانو اخیرو وژنو په وړاندی د امریکا جانیانو په واسطه، عکس العملونه د خارج او داخلی په سطحه شکاره سوی دی او د امریکا ځواک د تاسف د شکاره کولو ترڅنګ او د بخښی غوښتنی سره غواړی د هر وخت په څیر د خپل روانی او آدم خواره عساکرو پر جرمونو باندی سرپوخ کښیږدی او له بل لوری د ملت د کور څخه نمایندګان هم تیز لفظی عکس العمل شکاره کړی دی او هر یو په یو تعبیر سره مذکور جنایت محکوم کړی دی او د حکومت څخه غوښتی دی تر څو لازم او منقضی اقدام ترسره کړی.
خو حقیقت دادی چی د افغانانو وینه حتی د هغوی په خاوره او کور کی هم د انسان وینی ارزښت نه لری؛ بالخصوص په هغه نظر سره چی امریکایی او اروپایی سران او هم پاکستانیان د افغانستان دولت او ملت ته لری او داسی په نظر رسیږی چی دا ډول نظر او لید حتی د دنړی په منطق کی د افغانانو په وړاندی شتون ولری، نه د افغانانو وینه او ځان ارزښت د نورو ملتونو ځان او وینی سره هم برابر نه وو بالخصوص هغه مللونه چی په هر دلیل سره ځان د افغانانو څخه لوړ بولی او نه هم افغانستان هغه ثبات او امنیت او فاه ته رسیږی چی د دولت او خلګو نظر او غوښتنه وی.
نو د همدی لپاره که غواړو افغانستان او دولت او ملت یی د نورو دولتونو او ملتونو جدی توجه لاندی راسی، لازم دی چی داسی کار ترسره سی چی د دولتونو او ملتونو لید و افغانستان ته مثبت لوری ته بدلون وکړی دا هغه وخت د امکان وړ دی چی د دولت او حکومت سران و خپل خلګو او هیواد ته صادقانه خدمت وکړی او خلګ او نظام یو بل په وړاندی اعتماد او باور ولری.
https://avapress.com/vdcf01dycw6dmea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته