د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار دډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې بريد وشو.
جګړه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله وسله وال طالبان له ډيورندکرښې څخه په تيريدوسره دسرتيرو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې.
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسويو قوماندان وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې دخپل ماين قرباني شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغو طالبانو کله يې چې غوښتل دنورستان ولايت دمرکز پارون ښار په لويه لاره کې ماينونه ښخ کړي ددوى يو ماين وچاوديد او ووژل شول.