دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 142427
آیا حکمتیار د اوسنۍ حکومت جوړښت ته بدلون ورکوی؟
ګلبدین حکمتیار؛ د اسلامی ګوند مشر د جمعی په ورځ په کابل کی خپل طرفدارانو په ټولګه کی یوځل بیا د طالبانو څخه وغوښتل چی دسولی پروسی سره یوځای سی او یو اسلامی نظام جوړ کړی. هغه د ملی وحدت حکومت اوسنۍ جوړښت باندی خبری وکړی او وویل چی دا تقسیم بندی مقدس نه دی.
حکمتیار وویل؛ هر وخت چی د کابل څخه یو څوک دا پیغام و طالبانو ته استوی چی په دی نظام کی د نورو لپاره ځای نسته او د قدرت په ویښ باندی ټینګار کوی او وایی چی په نظام او حکومت کی کوم بدلون نه راځی، هغوی ته وایم چی دا د جنګ پیغام دی.
ښاغلی حکمتیار خپل تازه خبرو اترو کی وویل: باید د دولت ټولو مخالفانو ته وویل سی چی نظام او حکومت د ټولو خلګو او ټولو اړخونو خلګو په غوښتنه به جوړ سی.
هغه د حکومت و مشرانو ته وویل: دا ویښ باندی ټینګار مه کوی. دا ویښ مقدسه ویښ نه دی، نه ویښ د خدای له لوری دی، نه دخلګو له لوری او نه هم د اساسی قانون په مطابق دی. دا د ښاغلی جان کری ویښ دی. دا ته د یو مقدس ویښ په سترګه مه ګوری.
دا دریم ځل دی چی ګلبدین حکمتیار د ملی وحدت حکومت جوړښت تر پوښتنی لاندی راوړی او په شدت سره د هغه څخه نیوکه کوی؛ نه یواځی ددی حکومت ناکامی باندی نیوکه کوی بلکه د حکومت جوړښت، ماهیت او اساس هم تر پوښتنی لاندی راوړی.
تر ټولو آخیر نیوکه د ګلبدین حکمتیار دا د حکومت په اړه ددی حکومت مقدس نه بلل دی او دا حکومت د ښاغلی جان کری؛ د امریکا پخوانۍ خارجه چارو وزیر ویښ وبلل.
په دی ترتیب، ناظران پوښتنه کوی چی آیا ښاغلی حکمتیار د اوسنۍ حکومت د جوړښت بدلون په لټه کی دی؟ که ځواب مثبت دی، آیا دا کار د اسلامی ګوند په توان کی دی؟ د هغه آرمانی نظام چی په نظر کی لری کوم دی؛ هغه نظام چی د هغه اظهاراتو په اساس، باید مقدسه وی، هم اسلامی او هم د اساسی قانون په مطابق؟
د لومړۍ پوښتنی په اړه، هیڅ شک نه دی پاته چی د اسلامی ګوند مهم ماموریتونو څخه یو د اوسنۍ حکومت جوړښت بدلون دی. کارپوهان په دی اړه په یو اندازی سره یو نظر لری چی حتی داسی باور لری چی د اسلامی ګوند د بیرته ګرځیدو یو اساسی مقصد او ماموریت د اوسنۍ نظام بدلون دی.
دا چی آیا هغه دا ماموریت د خارج څخه ترلاسه کړی دی او یا هم د قدرت دننه جوړښت حلقاتو څخه، دی کار ته مجبور سوی دی او یا که خپل ځان ته په دی جوړښت کی د ځای پیداکولو په لټه کی دی ، اوس مشخصه نه دی؛ خو ځینی څیړونکی وایی چی هر دری خبری کیدلای سی سم وی.
ددی اخذ په اساس، ښاغلی حکمتیار په خارج کی د ملاتړ کوونکو هیوادونو له لوری، احتمالآ په دی شرط سره د حکومت سره سوله کړی دی چی د دولت اوسنۍ جوړښت مات کړی اوپه دی ترتیب، اضافه پردی چی د ملی وحدت حکومت ده ۵۰ سلنه شریکانو څخه یو هیڅته کړی، خپل ځان لپاره کوم ځای په جوړښت کی لاسته راوړی.
عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس، په ارګ ماڼۍ کی یواځنۍ هغه شخص وو چی مخامخ د هغه نیوکو ته ځواب ورکړ او وویل چی دا حکومت، د خلګو په رای سره او په یو خاصو شرایطو کی منځته راغلی دی او د افغانستان خلګو په وړاندی متعهده دی.
آیا د عبدالله ځواب په دی معنی دی چی اجرایی رئیس، د حکمتیار له لوری دنظام بدلون لومړۍ قربانی به وی؟ ولی یواځی عبدالله دی نیوکی ته ځواب ورکړ او اشرف غنی چوپتیا غوره کړه؟
دا پوښتنی د کارپوهانو په باور، ډیر ابهامات منځته راوړی دی چی داسی شک منځته راوړی چی اشرف غنی او ټیم یی د حکمتیار سره غواړی د دوستم او احمدضیا مسعود د ایسته کولو وروسته غواړی عبدالله عبدالله هم برکناره کړی.
دا په اوسنۍ حال کی یواځی یو ګمان دی او کوم قطعیت په دی اړه شتون نه لری؛ خو د اشرف غنی چوپتیا او د حکمتیار اظهارات د حکومت جوړښت بدلون په اړه، د هغه روند شروع نشانی دی چی شاید د عبدالله او ټیم په ګټه یی نه وی.
د ښاغلی حکمتیار توان هم د قدرت په جوړښت کی د بدلون لپاره په ډیر میزان سره، د قدرت جوړښت دننه ملاتړ پوری تړلی دی. شاید د اساسی قانون بدلون رامنځته کونی تاخیر د نظام بدلون په مقصد د اشرف غنی له لوری، د حکمتیار د بیرته راګرځیدو لپاره زمینه سازی وی او حتی د طالبانو بیرته راګرځیدو لپاره ترڅو د اشرف غنی قومی اردوګاه په دواړو جرګو کی قدرتمنده او پیاوړي سی او وضعیت د یو اړخ په ګټه بدلون وکړی.
په دی منځ کی، د اوسنۍ حکومت صریح نامقدس بلل او ددی حکومت غیری اسلامی شکاره کول په غیری مستقیم ډول سره، شاید د عمومی افکارو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د حکمتیار له لوری د نظام بدلون لپاره وی او یا هم شاید د عمومی افکارو جلبول د یو مقدس او اسلامی نظام په طالبانی کلمی معنی سره، د قدرت پوره پشتونیزه کولو او د طالبانو د بیرته راتګ لپاره وی.
https://avapress.com/vdcf00dyew6djja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته