افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمینې کابل ښار کې د پوځ پر محصلینو د خونړی ځانمرګي برید پر وړاند غبرګون وښود.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې د ولمشر غني له حواله لیکلي، چې تروریستان او د دوی ملاتړي چې اوس له بل هر وخت زیات په انزوا کې دي او د جګړې په ټولو ډګرونو کې یې ماتې خوړلې، په دې وروستیو ورځو کې یې د پردیو په لارښوونه د وېرې او وحشت فضا په رامنځته کولو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې جوماتونه او ملکي وګړي په نښه کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان حکومت او خلک به د یوه کوچني اقلیت له تروریستي کړنو څخه ونه ډار شي او د سولې، ثبات، پراختیا او پرمختګ هغه لاره یې چې غوره کړې، په جدیت به یې تعقیب کړي.
د ارګ ماڼی په وینا، افغانستان هېڅ وخت هم د افراطیت د تیاره مفکورو او تروریستي جریانونولپاره خوندي ځای نه وو، د افغانستان خلک او حکومت به په قاطع عزم او ارادې دا جریانونه لامنزوي او وځپي.
ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې لیکلي، چې د تروریستي او تاوتریخوالي څخه د ډکو کړنو پر وړاندې زموږ د خلکو مقاومت، صبر او ودرېدل د ستایلو وړ دي. حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د امنیت د تامین اود ژوند د ډاډمنې فضالپاره به له ټولو ظرفیتونو او امکاناتو څخه ګټه واخلي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه د ملي اردو محصلین وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.